جلال اباد(پژواک ١٧سلواغه،٩١) :د نورستان د ولايتي شورا ټاکنې په جلال اباد کې د ننګرهار د ولايتي شورا په ودانۍ کې په داسې حال کې ترسره شوې، چې له نهو غړو څخه يې يواځې پنځو تنو شتون درلود.
ددې ټاکنو، چې نن د سلواغې په ١٧مه، ترسره شوې، په پايله کې د ولايتي شورا پخوانى رييس عنايت الرحمن مذهبيار د رييس، امان الله عنايت الرحمن د مرستيال او خاطره د شورا د منشي په توګه وټاکل شول.
دا چې يادې ټاکنې د ننګرهار په ولايتي شورا کې ولې تر سره شوې د نورستان د ولايتي شورا رييس يې په اړه پژوا ک خبري اژانس ته وويل ،چې ټول دولتي کسان نه شي کولى ،چې د نورستان مرکز پارون ته ولاړ شي.