کابل ( پژواک، ٢٤ ورى ٩٣ ) : په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم افغان ملي امنيتي ځواکونه له دې امله وستايل شول، چې د ټاکنو په ورځ يې امنيت ټينګ کړى و.
په دې ترڅ کې نن په کونړ کې دافغان امنيتي ځواکونو افسران او سرتېري د تېرو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پرمهال د کلک او ډاډمن امنيت ساتنې په موخه د والي او په کونړ کې د خوځښت مدني ټولنې له خوا په درېيمه درجه ستاينليکونو ونازول شول.
د کونړوالي شجاع الملک جلاله وويل ، چې دوى د خپلو امنيتي سرتېرو په ميړانه فخر کوي او ستاينه يې کوي.