کندهار (پژواک، ۱۸ تله ۹۷): د کندهار والي وايي، نوماندان دې له کمپایني غونډو جوړولو ۲۴ ساعته مخکې امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي څو امنیت یې خوندي کړای شي.
هغه خبر ورکړ، که کاندیدان داسې و نه کړي نو د هرې ممکنې پېښې مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.
د کندهار والي زلمی ویسا دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د یوه کاندید صالح محمد اڅکزي په کمپاین غونډه کې ځانمرګی برید وشو چې د ده په ګډون په کې ۸ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپيان شول.