باميان (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سږ کال د دايکنډي بادامو له حاصلاتو څخه څه باندې يو ميليارد او پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي چې دا خوندوره او د لوړې بيې مېوه هند ته هم صادرېږي.
بادام چې د دايکنډي ولايت د مهمو کرنيزو محصولاتو او وچو مېوو له ډلې څخه دي، زرګونه بڼوال له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پرې برابروي.
د دايکنډي د کرنې رياست شمېرې ښيي چې تېرکال د بادامو حاصلات کابو ٧٧٠٠ ټنه وو، خو سږ کال ٧٠٠٠ ټنه ته رسېږي.