مزارشريف ( پژواک، ۱۰وږی ۹۸) د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې تېره شپه د دولت ساز ټيم پر يوه کمپايني دفتر وسله بريد او نښته شوې؛ خو تلفات نه لري.
بلخ کې د دولت ساز ټيم د يوه کمپايني دفتر مسوول ذبيح الله کاکړ د وږي په ۱۰مه، پژواک ته وويل، چې درې وسله والو تېره شپه نهه بجې د دوی په دفتر بريد وکړ.
هغه زياته کړه، د بريد پر مهال يې د دفتر ساتونکي موجود وو او له بريدګرو سره يې ۱۵ دقيقې نښته وکړه.
کاکړ وايي، له نښتې وروسته بريدګر له سيمې څخه تښتېدلي دي.