مزار شريف ( پژواک، ۲۳ تله ۹۷) : په بلخ ولايت کې يو شمېر مدني فعالان او د نظر خاوندان وايي چې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو نظارت د ټاکنو له شفافيت سره مرسته کوي.
دوی همدا راز د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ کوي چې پر پارلماني ټاکنو د خلکو د څار په موخه دې اسانتياوې برابرې کړي.
له دې سره د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين له سياسي احزابو، مدني ټولنو او د ښځو د حقونو له فعالانو څخه غوښتنه کوي چې پر ټاکنو د څار برخه کې پراخه ونډه واخلي.
پنځه ورځې وروسته د تلې په ۲۸مه، په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي چې ميليونونه افغانان به برخه په کې واخلي.