قلعه نو (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د بادغيس نوى والي وايي چې د مرکزي حکومت له خوا په تېرو څوارلسو کلونو کې دغه ولايت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
د بادغيس نوي والي ډاکتر جمال الدين اسحاق د لړم په ۶مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله په دغه ولايت کې د بيارغونې او پرمختګ ډېر کارونه نه دي شوي.
هغه دغه راز وويل چې د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو له خوا هم په خپل وخت کې کې د يوه منظم پلان له مخې پروژې نه دې پلې شوې.