"قتل برادرم مرا واداشته تا لباس مردانه بپوشم"

 
چاریکار( پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢):پېغله سروناز هاشمي وايي، چې دورور وژنې يې دې ته اړ ويسته ، چې نارينه جامې واغوندي، له ځان سره تمانچه ولري او خپل سوداګريز فعاليتونه د نارينه وو غوندې مخ پر وړاندې يوسي .
مېرمن سروناز هاشمي ٣٢ کلنه ده او دپروان ولايت د مرکز په صوفيان لغمانى سيمه کې استوګنه لري .
هاشمي په خپل شخصي کرولا موټر کې ، چې موټروايې يې هم خپله کوله په چاريکار ښار کې له پژواک خبري اژانس سره دمرکې ټاکل شوي ځاى ته راغله .
تورې نارينه عينکې يې په سترګو کړې وې، تفنچکه هم ورسره وه او په پوره جرئت او نارينه حرکاتو دپژواک اژانس سره خبرو ته حاضرو شوه .
نوموړې نارينه جامې، څلور خانه يي واسکټ اغوستي او يو څلور خانه يې نارينه  دستمال يې هم په سر کړى و. له پژواک سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دژوند بدلونونو دې ته اړ وېتسلې، چې خپل ټول عمر په نارينه جامو کې تېر کړي، ځکه چې په دا ډول جامو کې ځان ارام احساسوي .
د سروناز په خبره وروسته له هغه يې دنارينه جامو اغوستلو ته مخه کړه، چې يواځينى ورور يې عبدالهادي ، چې په جان آقا مشهور و په ١٣٦٥ لمريز کال کې دصوفيان لغمانى په سيمه کې دمجاهدينو له خوا ووژل شو .
سروناز وويل، چې  ورور يې ١٩ کلن او د دولت سرتېرى و .
دهغې په خبره ، ددې له امله چې بل ورور يې نه درلود ، نو دخپلې کورنۍ د تسل له پاره يې  د نارينه جامو اغوستلو ته مخه کړه او ته ننه يې اغوندي .
سروناز دنورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې په نارينه جامو کې ځان ارام احساسوي او تمانچه هم دځان ساتنې له پاره ګرځوي او جواز يې تر لاسه کړى دى .
هغې وويل، چې له خپلې مور او ١٥ خور سره يې د صوفيان لغمانى په سيمه کې ژوند کوي او دخپلو  نورو مصروفيتونو ترڅنګ دخپلې کورنۍ له پاره دپخلنځي او نورو کارونو کې هم برخه اخلي .
نوموړې تر اتم ټولکي درس ويلى او له ١٣٨٦ لمريز کال نه را په دې خوا دپروان ولايت دشځو دکرنيزو خدمتونو دمرکز دمرستيالې په توګه کار کوي .
دهاشمي دمعلوماتو له مخې، دغه مرکز دپروان ولايت دکرنې رياست په اډانه کې فعاليت لري او له ١٥٠٠ زياتې کروندګرې ښځې يې تر خپل پوښښ لاندې راوستلې دي .
هغه وويل، چې ياد مرکز دښځو دکرنيزو محصولاتو لکه  د رومي بانجانو روب ، وچو توتو او نورو ترڅنګ دښځو لاسي صنايعو لکه جامې ، سرتختۍ  او نورو له پاره هم بازار موندنه کوي .
هغه څرګنده کړه ، چې دصوفيان لغماني سيمې دکوپراتيف او د ښځو د پراختيايي شورا درياست چارې هم ور دغاړي دي .
هاشمي وويل، چې ددغه  بوختياوو ترڅنګ دځمکې ، موټرونو ، نومرو او نورو دپير او پلور کارونه هم مخته وړي ، ځکه چې دکورنۍ مسووليت ور دغاړې دى ، ورور يې وژل شوى او پلار يې پخوا وفات شوى دى .
هر څرګنده کړه ، چې خپل ټول کارونه په نارينه جامو کې کوي او تر اوسه له دې امله له کومې ستونزې سره نه ده مخ شوې .
سروناز هاشمي تر اوسه واده نه دى کړى او وايي، چې له واده سره لېوالتيا نه لري .
هغې چې غږ يې هم نارينه وو ته ورته و ، نه يې غوستل ، چې دواده په اړه ډېرې خبرې وکړي  او ويې ويل، چې څو ځله ورته د واده وړانديز شوى ، خو دا نه غواړي چې واده وکړي .
سرونازهاشمي وويل، چې هر وخت هڅه کوي، چې خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته خدمت وکړي ، دافغانستان امنيت ، سوله او ثبات يې هيله ده .
دپروان دوالي ويانده روشنا خالد وايي، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې له سروناز هاشمي سره پېژندګلوي لري .
روشنا، سروناز هاشمي په پروان کې  يوه ځانګړې او فعاله ښځه وبلله او ويې ويل، چې له کور نه بهر هم د نارينه وو په څېر فعاليت لري او په کور کې دننه بيا دنورو ښحو غوندي کورني کارونه مخته وړي .
 روشناخالد وويل، سروناز هاشمي دکورنيو مسووليتونو له امله تر اوسه واده نه دى کړى .