Nurses passing for doctors in Zabul

 
کلات ښار(پژواک ٤ کب٩١) : د زابل د عامې روغتيا مشر وايي، چې دغه ولايت د درملو د کموالي تر څنګ  د ډاکترانو له جدي کمښت سره مخ دى او په درېيو ولسواليو کې يې د ډاکترانو پرځاى نرسان کار کوي.
 د زابل  د عامې روغتيا مشر ډاکترلعل محمد توخي تېره ورځ  په کلات ښار کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په زابل کې ٢١ روغتيايي مرکزونه فعاليت لري ، خو د ډاکټرانو کموالي د دې ولايت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي .
 د ده په وينا، د دې ولايت په داى چوپان ، ارغنداب او خاک افغان ولسواليو کې د ډاکترانو پرځاى نرسان کار کوي.
د توخي د معلوماتو له مخې،په ټول زابل کې دوه ښځينه ډاکترانې دي، چې په ولايتي روغتون کې پر دنده بوختې دي .
د هغه د څرګندونو له مخې، دا په داسې حال کې ده ، چې د تېرو درېيو کلونو په پرتله په دې ولايت کې   روغتيايي خدمتونه ډير ښه شوي دي .
ده زياته کړه : ((څو کاله وړاندې به موږ خپل عادي ناروغان هم کندهار ته وړل، خو اوس موږ خپله تر ډېره بريده   خپل ناروغان دلته تداوي کوو.))
هغه وويل، چې په دې ولايت کې د درملو د کمښت ستونزه هم شته .
ده وويل ، چې د زابل نفوس شاخوا ٩٠٠ زره دى ، خو د عامې روغتيا وزارت دې ولايت ته  د ٢٨٠ زره کسانو په کچه درمل ورکوي.  
توخي د يادو ستونزو د لرې کولو د اقداماتو په اړه وويل ، چې د عامې روغتيا وزارت ته يې يو پلان ورکړى ، چې له مخې يې  په دې ولايت کې د نرسانو او قابله ګانو د روزنې مرکزونه جوړ شي .
هغه زياته کړه ، چې د  عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل  څه موده وړاندې وويل، چې د لوړو زده کړو موسسو ته  د وروسته پاتې ولايتونو د ١٢ ټولګي د يو شمېر فارغانو د شموليت د اسانتياوو په اړه  د لوړو زده کړو له وزارت سره خبرې کوي .  
د زابل مرستيال والي محمد جان رسول يار وايي ، په دې ولايت کې د ډاکټرانو د کموالي ستونزه له دې امله ده ، چې  ډاکټران  په دولتي تنخوا په دې ولايت کې دنده نه ترسره کوي .
ده له عامې روغتيا وزارت څخه وغوښتل ، چې په زابل کې د ډاکټرانو د کمښت د ستونزې لرې کولو ته پاملرنه وکړي  او هغو ډاکترانو ته ، چې غواړي په زابل کې دنده ترسره کړي لوړمعاشونه ورکړي .
ده هم تاييد کړه ، چې د نفوس په پرتله زابل ته پوره  درمل نه ورکول کيږي .
د عامې روغتيا وياند کنشکا ترکستاني وايي ، چې زابل ته د نفوس د هغې شمېرې سره سم درمل ورکول کيږي ، چې د احصايې مرکزي ادارې د عامې روغتيا وزارت ته ورکړې ده .
دغه راز هغه وايي، چې په دې وروستيو کې په زابل کې د  ډاکټرانو ، نرسانو او قابله ګانو د پر دندې ګومارلو لپاره يې د کارموندنې  اعلان خپور کړى دى .
د ده په وينا، د هغو  ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو لپاره ، چې غواړي په زابل کې دنده تر سره کړي ، لوړه تنخوا په پام کې نيول شوې ده .