Shafaq promises security, good governance

 
باميان (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): امنيتي ځواکونه بايد د وسله والو مخالفينو په نسبت ښه وسله او تجهيزات ولري، څو وکولاى شي د بريدونو پر مهال د ښې دفاع ترڅنګ امنيت هم خوندي کړي.
دا څرګندونې د دايکنډي نوي والي عبدالحق شفق له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. نوموړى د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د وړانديز او د ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې د غويي په ١٥مه د قربان علي اروزګاني پر ځاى د دايکنډي د والي په توګه ټاکل شوى دى.
نوموړى، چې تر دې وړاندې يې د فارياب او سمنګان د والي په توګه هم دنده اجراکړې، دايکنډي يو محروم ولايت ګڼي او وايي چې زياتې ستونزې په کې شته، دغو ستونزو کې يوازې کمښت راتلاى شي، خو له منځه وړل يې شونى نه دى.
نوي والي امنيتي، پراختيايي، فرهنګي ننګونې له عمده ستونزو نه وګڼلې او ويې ويل، په داسې شرايطو کې چې نړيواله ټولنه افغانستان پرېږدي، طبعاً مرستې کمېږي، نو ډېره ګرانه ده چې په يوه داسې ولايت کې چې وده يې نه ده کړې، د خلکو د قناعت وړ کار وشي .
شفق وايي، چې له دې سره سره يې کارونه په دغه ولايت کې په څلور اصلونو را چورلېږي، چې لومړى يې امنيت، ثبات حکومت، دويم اداري اصلاحات، درېيم د فساد له منځه وړل او څلورم هم د بنسټونو برخه ده.
د دايکنډي والي وايي، چې په دايکنډي ولايت کې د دغو ستونزو د کمښت لپاره ددولت، خلکو په سيمه ييزو ادارو او ملي شورا کې د دغه ولايت د استازو هر اړخيزې همکارۍ ته اړتيا ده، څو په ټول ځواک سره کار وکړي.
هغه وويل: "د دايکنډي پراخه پولې د ارزوګان له چهارچينو، د هلمند له باغران او د غور له پسابند سره تر امنيتي ګواښونو لاندې دي او حتى له دغه ولايت څخه کندهار ته د کيتي او کجران تللې لارې د طالبان د ماينونو اېښودو له امله پرې شوې او له همدې سيمو څخه د طالبانو بريدونه هم پر دايکنډي ترسره شوې دي."
دايکنډي هغه ولايت دي، چې تر اتو کلو وړاندې مودې پورې د اروزګان ولايت له ولسواليو څخه و . ځايي چارواکو به هر وخت ويل، چې د امنيتي ځواکونو شمېر او ظرفيت په ځانګړي ډول له ارزوګان او هلمند سره په پولو کې کم دى او بايد دولت په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي .
خو د دايکنډي نوي والي وويل، چې د امنيتي وضعيت د ښه والي له پاره پلان لري، څو د امنيتي ځواکونو ټوله وړتيا وڅېړي او د هغوى د غښتلتيا په برخه کې خپل وړانديزونه دولت ته وړاندې کړي.
هغه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دغه ولايت د دفاع لپاره د امنيتي ځواکونو په سمبالښت ټينګار وکړ او په امنيت کې يې د خلکو رول مهم وباله، ويې ويل، چې د غوره امنيت د تامين له پاره مهمه ده چې په ملي او ولايتي شورا ګانو کې د دغه ولايت له استازو، قومي مخورو او عالمانو سره مشورې وکړي.
هغه وويل، حتى هغه وسله وال ګروپونه، چې په دايکنډي کې شتون لري و غواړي له مخالفته لاس په سر شي او خپلې غوښتنې د مخامخ خبرو له لارې مطرح کړي.
والي د بيارغونې په اړه وويل، چې د دايکنډي په مرکز نيلي او ولسواليو کې حتى يو متر قير شوى سړک هم نه شته، د ډېرو سيمو خلک له پلونو او پلګوټو بې برخې دي، ډېرى خلک د څښلو اوبو ته لاسرسى نه لري.
د هغه په وينا، په دې برخه کې له ټولو رياستونو او او بېلابېلو ځايي ادارو نه غواړي، چې دغه عمده او بنسټيزو ستونزو او پراختيايي کارونو ته لومړتيوب ورکړي او له سکتوري وزارتونو سره يې دې د حل په موخه شريک کړي.
هغه زياته کړه: "موږ به ډېر زر له مرکزي حکومت وغواړو، چې په بنسټيزو برخو کې لکه سړک، د ولايت، ولسواليو، عدلي او قضايي ارګانونو او ښوونځيو ودانيو د رغولو له پاره له دايکنډي سره ځانګړې مرسته وکړي، سکتوري وزارتونه دې په کابل کې په دې اړه کنفرانس جوړ کړي، څو بنسټيزو پروژو ته مرستې جذب شي."
شفق وويل، چې د دغه ولايت له ٣٥٦ښوونځيو له جملې نه ٩٣ هغه يې ودانۍ لري، چې د ملي پيوستون له پيسو جوړ شوي، خو له دې پرته نور ښوونځي ودانۍ نه لري او د دولتي ودانيو حالت هم ښه نه دى، چې ډېرى يې په کرايي کورونو کې جوړ شوي دي.
د دايکنډي والي د فرهنګي پراختيا په برخه کې وويل، له بدغه مرغه چې په دغه ولايت کې ملي او نړيوالې رسنۍ فعاليت نه لري، ملي راډيو تلويزيون په دغه ولايت کې غير فعال دى، مدني بنسټونو وده نه ده کړې، څو په شته ستونزو او دولتي ادارو په کارونو او نيمګړتياوو نيوکې وکړي.
هغه ه ډاګه کړه: "زما يو ټاکلى پروګرام د وينا ازادۍ او مدني ټولنې د ودې په برخه کې دى، چې د خلکو درد او ستونزې را برسېره او زموږ په نيمګړتياوو نيوکې وکړي، څو خپلې ستونزې لرې کړو ."
شفق زياته کړه، چې په دايکنډي کې د مطبوعاتو نه شتون هم يوه ستونزه ده او په دې برخه کې به هم هڅه وکړي، چې لږ تر لږه ملي راډيو تلويزيون فعال کړي.
هغه د پوهنتون د نشتوالي په اړه وويل، چې د کارکوونکو ظرفيت هغه مهال لوړېږي، چې د علومو زده کړې زمينه مساعده وي، خو له بده مرغه چې په دايکنډې کې د خلکو او کارکوونکو د ظرفيت لوړولو له پاره کوم پوهنتون نه شته .
والي په روغتيايي برخه کې وايي، چې ولايتي روغتون فعال نه دى او يوازې د زهرا بيات يو پنځوس بستريز روغتون په کې فعاليت لري او د لومړنۍ ارزونې له مخې د ولايت او ولسواليو په کچه د روغتيايي خدمتونو کچه ښکته ده او روغتونونو ته درمل هم پر وخت نه رسېږي .
شفق زياته کړه، چې دعامې روغتيا وزارت مکلف دى، څو د نورم له مخې روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي ستونزه لرې کړي او په هغو مواردو کې چې د نورم پر بنسټ هم نه وي، د سختو لارو لرونکو سيمو ته ګرځنده ډلې واستوي.
هغه وويل، چې د هوايي ډګر، برېښنا بند او سړکونو په ګډون بنسټيزو کارونو په برخه کې يې هڅې کړې، څو د حل لارې چارې ورته ولټول شي، خو د خلکو د بڼوالۍ او مالدارۍ به برخه کې بايد کوښښ وشي، څو د خلکو د اقتصاد کچه اوچته شي.
د دايکنډي والي زياته کړه: "زه ډاډه من يم، چې دغه ستونزې نه شو کولاى خو کمښت په کې را وستلاى شو."
نوموړي، چې وړاندې د فارياب والي و زياتوي، چې په دايکنډي کې د ټولو توکو بيې له نورو ولايتونو سره توپير لري. په فارياب د يوې بورۍ سمنټو بيه ٣٠٠ افغانۍ خو په دايکنډې کې ٧٠٠ افغانۍ ده. د سختو لارو لرونکي ولايتونه لکه دايکنډي، باميان، بدخشان او غور بايد د بوديجې په برخه کې په نظر کې ونيول شي.
هغه څرګنده کړه: "په دغه ولايت کې ګڼو ستونزو ته په پام سره خلک د زياتې پراختيا غوښتونکي دي، خو موږ هم هيله من يو، چې وکولاى شي، خپل په دغه ولايت کې خپل پروګرامونه عملي او له خلکو سره مرسته وکړو."