اسعداباد ( پژواک ١٠چنګاښ، ۹۲ ) د کونړ چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې په تېره يوه لسيزه کې په دې ولايت کې د بيارغونې ګڼې چارې تر سره شوي او له ډېرو ستونزو يې ژغورلي دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، په کونړ کې په تېرو نهو کلونو کې کابو پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالره په بيارغونې لګولي دي.
هغه وايي، دغه مرستې تر ډېره د امريکا متحده ايالاتو د ولايتي بيارغونې ډلې او USAID ادارو او يوشمېر نورو هېوادونو له لوري شوي دي.
د ده په خبره ، په کونړ کې چې يو غرنيز ولايت دی ډېرې په کې د سړکونو او پلونو د جوړولو چارې تر سره شوې دي.
وحيدي زياتوي، پي ار ټي او USAID په لومړي سر کې د بيارغونې له شرکتونو سره په خپلسر او له ولايتي ادارې په پټه قراردادونه کول، چې د بيارغونې د چارو کيفيت يې ډېر ښکته و، چې د دوی په هڅو او فشار له امله د دې کار مخه ونيول شوه او قراردادونه په ښکاره او داوطلبۍ سره تر سره کېږي.
دی وايي، له دې کار سره اوس د بيارغونې د چارو کيفيت هم ښه شوی دی.
د کونړ والي وويل، د ولايتي بيارغونې ډلې له يوشمېر ودانيزو شرکتونو سره د ځينو سړکونو د جوړولو مهم تړونونه کړي و، چې اوس يې چارې نيمګړې پاتې او رغوونکي شرکتونه تښتېدلي دي.
هغه وايي، په دې پروژو کې د اسمار ـ غازی اباد ولسواليو تر منځ د غځېدلي سړک قير کول او د نورګل د مزار درې د سړک پخول شامل و ، چې اوس يې چارې نيمګړې پاتې دي.
د ده په خبره، دغه راز په کونړ کې د دوو ښونځيو د وانيو جوړولو چارې هم نيمې پاتې دي، د اسعداباد منډکول کرکټ لوبغالي او د اسعداباد برېښنا کوټ د ظرفيت لوړونې قراردادونه هم شوي و ، چې لګښت يې هم منظور شوی و؛ خو ودانيزو شرکتونو پرې کار پيل نکړ.
خو نوموړی وايي، له دې ټولو سره سره په کونړ کې ۲۷۵ کيلومتره سړکونه پاخه شوي، د ټولو ولسواليو لپاره ودانۍ او په ولسواليو کې د امنيه قوماندانيو ودانۍ په عصري توګه جوړې شوي.
هغه وويل، د کونړ پر لوی سيند ۹ کانکريټي او اتلس کېبلي پلونه جوړ شوي دي.
فضل الله وحيدي زياته کړه، همدارنګه په لسګونو ښوونځيو او کلينيکونو ته په عصري او اساسي توګه ودانۍ جوړې شوي، په ټول کونړ کې د ملي پيوستون پروګرامونه پلي شوي او لا هم د پلي کېدو په حال کې دي، چې تر اوسه يې پر وړاندې کومه ستونزه نه ده را پيدا شوې.
نوموړی وايي، په ټول کونړ کې تر اوسه داسې کومه ستونزه نه ده راپيدا شوې،چې له امله يې د بيارغوني کومه پروژه تړل شوې وي.
نوموړی زياتوي، چې ټولې پروژې د ولسي خلکو په همکاريو پلې شوي؛ خو وايي، چې په ورا وار يې له مرسته کوونکيو غوښتي، چې د کونړ لوی سيند دواړو غاړو ته استنادي ديوالونه جوړ کړي ، چې د سينداوبه خلکو ته زيان وانه ړوي او د خلکو ډېری کرنيزې ځمکې لاهو نه کړي؛ خو تر اوسه يې دا غوښتنه نه ده منل شوې.
هغه وايي، دغه راز يې د سره طاق برېښنا بند د جوړولو غوښتنې هم په وار وار کړي؛ خو چا يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويلى.
د کونړ د والي په خبره، سره له دې چې تېرو درې لسيزو جګړو د کونړ ځنګلونه سخت زيانمن او له نابودۍ سره مخ کړي و ، قاچاق کوونکيو يې د ونو وهل پيل کړي و ، له نېکه مرغه چې په تېرو لسو کلونو کې يې نه يواځې چې د وهلو مخه ونيول شوه، د بېرته ژوندي کېدو او رغونې په برخه کې يې هم ډېر کار شوی.
په دې ولايت کې له شوې بيارغونې عام وګړي هم خوښ دي او وايي، چې د سړکونو د جوړېدو له امله اوس د ساعتونو مزل په دقيقو کې کوي.
د اسعداباداوسېدونکی صفي الله وايي، په کونړ کې ډېر رغنيز کارونه شوي، په ځانګړي ډول د سړکونو په برخه کې ، چې په وينا يې د ساعتونو مزل يې دقيقو ته را کم کړی دی.
هغه زياتوي، په کونړ کې د ويجاړو سړکونو له امله به ډېری وخت ناروغانو روغتون ته په لاره ساه ورکوله؛ خو اوس يې ناروغان د روغو سړکونو له امله په خپل وخت ډاکټر ته رسېږي.
د اسعد اباد د نواباد سيمې اوسېدونکی عبدالقادر وايي، له تېرو لسو کلونو را هيسې د کونړ بڼه بدله شوې ده.
هغه وايي، پر کونړ سيند نهه لوی پلونه جوړ شوي، ښوونځي او کلينيکونه جوړ شوي او سړکونه پاخه شوي دي.
د اسعداباد يو بل اوسېدونکی نعيم الله جان وايي، چې په کونړ کې خو د بيارغونې کارونه شوي؛ خو حکومت اوس بايد د شويو کارونو ساتنې ته پام وکړي.
د شيګل ولسوالۍ اوسېدونکي عتيق الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پي ار ټي له لوري ډېر د بيارغونې کارونه شوي؛ خو د نه څارنې له امله بېرته ويجاړ شوي دي.
هغه وايي، چې که د بيارغونې په برخه کې پيسې په سمه توګه لګېدلې وای، نو اوس به په دې برخه کې هېڅ نيمګړتيا نه وای پاتې.
د کونړ د ولايتي شورا رييس مياحسن عادل وايي، ولايتي بيارغونې ډلې(PRT) چې په دې ولايت کې د بيارغونې کومې چارې تر سره کړي، ټولې يې په خپلسر کړي او د ژباړونکيو په خوښه یيې له هغو کسانو سره قراردادونه کړي، چې هغوی پېژندل.
د نوموړي په خبره، په کونړ کې د بيارغونې ډېرې چارې تر سره شوي؛ خو بې کيفيته دي.
دی وايي، اوس ټول سړکونه خراب شوي؛ خو په وينا يې چې که دولتي مسوولينو پر وخت سم فکر کړی وای او د دې کارونو څارنه يې کړی وای ، نو دا کارونه به د اوږده مهال لپاره پاتې وای.