اسعداباد ( پژواک،۳۱چنګاښ ۹۲ ): د کونړ چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د پخوا په پرتله امنيتي حالات ښه شوى دى.
 
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، چې د کونړ ټولې ولسوالۍ او مرکز د دوی په ولکه کې دى او حتی يوه پوسته هم د وسله والو لاسته نه ده لوېدلې.
 
هغه وايي، کونړ له پاکستان سره دوه سوه شپېته کيلومتره اوږده ګډه پوله لري، چې يواځې څلور د موټرو د تګ راتګ لارې لري.
 
 نوموړی  زياتوي،  په همدغو ځايونو کې افغان پوله ساتونکي سرتېري ځای پر ځای دي او له چپې درې او غازي اباد ولسواليو پرته نورې ټولې سيمې او ولسوالۍ له پوره امنيت څخه برخمنې دي.
 
د وحيدي په خبره، په چپه دره او غازي اباد کې نا امني ځکه شته ،چې د کونړ له مرکز نه ډېرې لرې پرتې غرنيزې ولسوالۍ دي.
 
دی وايي، ټولو ولسواليو ته پاخه سړکونه غځېدلي او له هغو ولسواليو نه چې اېتلافي ځواکونه ترې وتلي د پخوا په پرتله په کې امنيت ښه شوی دی.
 
د کونړ والي يې بېلګه د پيچ درې ولسوالۍ ياده کړه، چې د نړيوالو ځواکونو په شتون کې ورته د مرګ دره ويل کېده؛ خو له دې درې نه د هغوی په وتلو سره امنيت ښه شوی او د افغان امنيتي ځواکونو په شتون کې د مرګ دره د ژوند په درې بدله شوې ده.
 
نوموړی په دې باور دی، چې يو مهال به د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ لويې لارې هم د ناامنۍ شاهدې وې؛ خو په وينا يې چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې په بشپړ ډول له نا امنۍ پاکې کړي او خلک په ډاډه زړه پرې تګ راتګ کوي.
د کونړوالي زياته کړه، چې څو مياشتې وړاندې د واک لېږدونې په درېيم پړاو کې د کونړ ولايت د درېيو ولسواليو او مرکز امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، چې د کونړ امنيتي وضعيت هم ورسره ښه شوی دی.
 
نوموړی وايي، د امنيت په ساتنه او تامين کې ورسره قومي مشران او مخور پوره مرسته کوي او د واک لېږدونې د وروستي پړاو له پای ته رسېدو وروسته به د کونړ خلک خپله خاوره خپله ساتي.
 
فضل الله وحيدي وويل، کونړ يو غرنيز ولايت دی چې له جغرافيوي پلوه خورا ارزښت لري او که چېرې افغان ځواکونه ښه وروزل شي او په عصري وسلو سمبال شي کولای شي د نا امنۍ مخه ونيسي.
 
نوموړی وايي، په کونړ کې د امنيت په ساتنه کې سيمه ييز پوليس هم ګټور تمام شوي او د امنيت په تامين کې يې ډېره مرسته کړې ده.
 
دکونړ والي په دغه ولايت کې دښه امنيت يوبل لوی ټکی دا په ګوته کوي،چې دوی په دوامداره توګه بيلا ناغه د ټول کونړ ديني علمای کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو سره غونډې کوي.
 
د ده په وينا، د امنيت د ښه کېدو بل لامل په دوامداره توګه له ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د غونډو تر سره کول دي.
د کونړ يوشمېر اوسېدونکي هم وايي، چې په دې وروستيو کې د دې ولايت امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
د اسعد اباد اوسېدونکی صفی الله وايي، په اسعد اباد او شاوخوا سيمو کې امنيت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
هغه زياتوي، په دې وروستيو کې په دې ولايت کې داسې پېښې نه دي رامنځته شوي ، چې د خلکو په منځ کې وېره راپيدا کړي، ځکه خلک له پوليسو او امنيتي ځواکونو سره همکار دي.
 
د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ناصر وايي، د دې ولسوالۍ ډېری خلک په هواره سيمه کې اوسېږي، دوه کاله کېږي، چې سيمه ييز پوليس يې په ولسوالۍ کې جوړ شوي او ورسره امنيت ښه شوی دی.
 
نوموړی زياتوي، دوه کاله وړاندې به يې په سيمه کې تل د سړک غاړې ماينونه خښېدل، د نرنګ ولسوالۍ اړونده د جلال اباد ـ اسعد اباد لويه لار کې چې څومره پلچکونه وو هغه ټول په ماينونو وران شوي و ، خو چې کله سيمه ييز پوليس ايجاد شوي، نه چا ماين خښ کړی او نه هم امنيت ګډوډ شوی دی.
 
د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکی حکيم الله خان وايي، چې په چپه دره ولسوالۍ کې ټول واک او اختيار د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.
 
هغه وويل، يواځې د ولسوالۍ ودانۍ د حکومت په کنټرول کې ده؛ نور له ماڼوګي ولسوالۍ څخه ترچپې درې ولسوالۍ پورې ټوله لار د طالبانو په واک کې ده.
 
د ده په خبره، له دې سيمو نه هغه کسان چې په طالبانو کې شناخت نه لري او يا خپل زور نه لري، کډه کولو ته اړ شوي دي.
 
دی وايي، که حالات همداسې وي؛ نو حکومت به ډېر ژر د چپې درې ولسوالۍ له لاسه ورکړي، ځکه هلته نه ملي اردو شته، نه سيمه ييز پوليس او نه نورې دولتي ادارې.
 
د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی شفيق الله وايي، د غازي اباد ولسوالۍ چې د مرکز اسعداباد ختيځ ته په شپېته کيلو مترۍ کې پرته ده، يوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې ډېری خلک يې په غرونو کې اوسېږي.
ده وويل، په غرنيو سيمو کې امنيت ډير خراب دی؛ خو د اسعد اباد ـ غازي اباد لويه لار چې يو مهال سخته نا امنه او د وسله والو په ولکه کې وه اوس ترې ډېره امن شوې ده.
 
نوموړی وايي، پر دې لاره ملي اردو ځای پر ځای شوي او هره ورځ پرې دوی دارالمعلمين ته ځي را ځي ، هېڅ ستونزه نشته.
 
د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی صالح وايي، دانګام يوه بشپړه سرحدي ولسوالۍ ده، چې يو مهال له سختو نا امنو ولسواليوڅخه وه؛ خو په وينا يې چې اوس په کې امن شته .
 
صالح وايي، افغانستان ته چې کوم نړيوال ځواکونه راغلي، نه غواړي چې په دې هېواد کې امن راشي او خلک يې پرمختګ وکړي، ځکه هغوی يواځې په خپلو ګټو پسې راغلي دي.
 
د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی غلام علي وايي، له کله نه چې امريکايي ځواکونه له کونړ او په ځانګړي ډول له پېچ درې نه وتلي امنيتي وضعيت ورسره ښه شوی دی.
 
د نوموړي په خبره، ټوله ستونزه په امريکايانو کې وه، اوس يو طالب د سړک خواته نشي راتلای او طالبانو ولسي ملاتړ هم له لاسه ورکړی دی.