Add new comment

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨): د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د دارالانشا رییس عطامحمد نور وايي چې د ستونزو او تاوتریخوالي رامنځته کول په هېڅ ډول د ملت په خیر نه دي او له ثبات او همپالنې ټيم یې غوښتي چې له بحران رامنځته کولو ډډه وکړي او خپله انرژي د سولې او امنیت په ټینګښت کې مصرف کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په وروستیو پایلو کې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان کړ خو ډاکتر عبدالله دغه پایله نه مني او ځان یې بریالی اعلان کړی دی.
د عطامحمد نور له ادرسه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي: ((دا چې ټول هېوادوال پوهېږي چې د افغانستان خلک د ګواښونو او امنیتي ستونزو په قبلولو د رایې صندقونو ته ولاړل نو حق یې درلود چې د خپلو ټاکنو د پایلې په اړه یې ژر معلومات ترلاسه کړي وای.))
نور روښانه کړې چې د ټولو ستونزو او خنډونو سره سره د وروستیو پایلو اعلان د ولسواکۍ پر لور ستر ګام دی.
هغه زیاته کړه: ((هیله لرو چې د نوي حکومت په جوړېډو به د هېواد سیاسي او اقتصادي وضعیت ښه او ثبات او پرمختګ ته به زمینه برابره شي. اوس زموږ د ګران ملت سترګې د طالبانو له اسلامي تحریک سره سولې ته دي، هیله من یو چې د ملي يووالي او اجماع په جوړېدو به په دغه حیاتي بهیر کې هم بریالي شو.))
د نوموړي په خبره، تمه ده چې د افغاستان له بېلا بېلو قومونو جوړې ګڼ مېشتې ټولنې ته په پام پراخې قاعده لرونکی او د ټولو قومونو او مطرح ډلو جوړ حکومت رامنځته او نظام ډېر مشروعیت او ثبات ته ورسېږي څو د افغانستان مختلف او وروڼه قومونه ځان په راتلونکي حکومت کې وویني.
هغه زیاته کړه: ((د یادونې وړ بولم چې د تاوتریخوالي او ستونزو رامنځته کول په هېڅ صورت د ملت په خیر نه دي او د ثبات او د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم څخه هیله کېږي چې له بحران جوړولو ډډه وکړي او خپله انرژي د سولې او امنیت په ټينګښت کې مصرف کړي.))
نوموړي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د ملي یوالي د ساتنې او ولسواکي نظام د تقویه لپاره خپل یووالی او ارامي وساتي.
نور ویلي، له شک پرته چې ټولې ټاکنې ګټونکی او بایلونکی لري خو د هېواد اوسني شرایط تر بل هر وخت ډېر ملي یووالي ته اړتیا لري.
د نوموړي په خبره، له شک پرته د بحران رامنځته کول د دموکراسۍ دورې د څو کلونو لاسته راوړنو ته ستره ضربه او هغه ته تبلیغ د افغانستان د دښمنانو په ګټه دی.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.