Add new comment

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو يو شمېر نورو نوماندانو هم د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې وروستۍ پايلې ردوي او وايي چې ورته د منلو وړ نه دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون پرون مازديګر ناوخته په يوه خبري غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې په ترڅ کې یې محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنې رايو ترلاسه کولو سره ګټونکى معرفي شو.
بېګا د شپې ناوخته د حکومت اجرائيه رييس او د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله دا پايلې رد کړې او خپل ځان یې ګټونکی اعلان کړ او ترڅنګ یې د "ټول شمولهحکومت جوړولو هوډ څرګند کړ.
اوس يو شمېر نورو نوماندانو هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شوې وروستۍ پايلې رد کړې او دا يې له قانونه سرغړونه وبلله.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيزه ډله د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وروستۍ پرېکړې د ځانګړې ډلې تر فشار لاندې اعلان شوې او دوی ته د منلو وړ نه دي.
د دې ډلې وياند فضل غني حمقل د سلواغې په ۳۰ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټاکنو کې روڼتيا نه وه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر بهرنيو او کورنيو فشارونو لاندې وه.
نوموړي زياته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له درغليو ډکې پايلې اعلان کړې او ياده پايله دوی ته د منلو وړ نه ده.
ده وويل: ((د تقلب نه راپورته شوې ټاکنې او پايلې په هېڅ ډول نه منو، د پايلو اعلان دقانون او طرز عمل خلاف دی او د ټاکنو خپلواک کميسيون و نه شو کولای چې ياد پروسه په سمه توګه وڅاري.))
بل لور ته د امنيت او عدالت ټاکنيزې ډلې نوماند رحمت الله نبيل په خپل ټويټر کې د ټاکنو د پايلو اعلان په هېواد کې د يو بل بحران رامنځته کېدل بللي دي.
ده زياته کړې: ((که ډاکتر اشرف غني او يا هر بل کس د شفافو ټاکنو له لارې بريالی وای، نو دا زړورتوب موږ لرو چې مبارکي ورکړو خو نن اشرف غني ته تسليت وړاندې کوو؛ ځکه چې تاريخ به ټول بحرانونه د درغلي کوونکو او ډيموکراسۍ وژونکو پر غاړه واچوي.))
همداراز د آزادۍ، عدالت، امنيت او ملي ګنګرې ټاکنيزې ډلې نوماند لطيف پدرام هم په يوه خپرې کړې خپرپاڼه کې ليکلي چې د ټاکنو وروستۍ پايلې ورته د منلو وړ نه دي او بايد يو فدرالي حکومت اعلان شي.
ده زياته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د خلکو رايې او ډيموکراتيک ارزښتونه يې يو ځل بيا له بحران سره مخ کړي دي.
په همدى حال د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ «فيفا» وياند سمير رسا وويل، په وروستيو کې په دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو کې اختلافاتو زور اخیستي و.
هغې زياته کړه چې د دوی دنده له دغه بهير څخه څارنه وه او اوس يې مسووليت خلاص دی.
رسا وايي، اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وروستۍ پايلې اعلان کړې، متعرضو خواوو ته دې ځواب هم خپله ووايي او قناعت دې ورکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.