Add new comment

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه حکم په صادرولو سره، د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخروج اعلان کړل.
د ۱۳۹۸ کال د ۱۱مې میاشتې د ۳۰مې نېټې د ۹۰۷ ګڼې په مکتوب کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې راغلي، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د احتیاطي تیاریو په موخه یې د د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا د رییسانو او استازو په کډون د دغه کمېسیونونو رییسان او غړي هم د اړوندو محکومو تر قطعي پرېکړې پورې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
د دغه حکم په دوام کې راغلي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو یاد غړي له هېواده د تلو اجازه نه لري؛ ځکه چې دوی د خپل مسوولیت او ملي وجیبې نه پر ځای کولو امله تصور کېږي وتښتي.
همدراز په دغه حکم کې د بهرنیو چارو وزارت ته په اشاره لیکل شوي، له تاسو سره دغه موضوع شریکه شوه چې د یادې لارښوونې په تطبیق کې به هر ډول ناغېړي د قانون له مخې وڅارل شي.
د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال امید میثم هم پژواک خبري اژانس ته ومنله چې تېره شپه د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه حکم پر اساس د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.
بلخوا د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم فني مسوول فضل احمد معنوي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د ډاکتر عبدالله عبدالله د حکم پر اساس ممنوع الخروج اعلان شول څو د هغه خیانت چې ترسره کړی یې دی، ځواب ورکړي، جزا د حق عمل دی.
هغه ادعا کړې، د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرتابه چې هر سفارت ته ورغلی، ویزه نه ده ورکړل شوې.
معنوي زیاته کړه: «ارګ دوی ته سیاسي پاسپورتونه ورکړل څو ترکیې هېواد ته چې سیاسي پاسپورت وېزې ته اړتیا نه لري و تښتېدلای شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.