Add new comment

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د  ټولو معتبرو رایو د ٥٠،٦٤ سلنه په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره او د ټاکنو کمېسیون یې نن وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له ډلې محمد اشرف غني د ۹۲۳۵۹۲ رایو (د ټولو رایو (۵۰،۶۴ سلنه)، ډاکتر عبدالله د ۷۲۰۸۴۱ رایو (د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه) او ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۱ رایو (د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.
د نورستانۍ د معلوماتو له مخې، رحمت الله نبیل ۱.۸۶ سلنه رایې او پاتې نوماندانو تر یو سلنې کمې رایې ترلاسه کړې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، محمد اشرف غني ۵۰.۶۴ سلنه، ډاکتر عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲ سلنه رایې، ګلبدین حکمتیار ۳.۸۵ سلنه رایې او پاتې نورو نوماندانو لږ رایې ترلاسه کړې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې ۱۶ زرو شکایتونو ته تر رسېدو وروسته اعلان شوې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې له مخې چې څو ورځې مخکې اعلان شوه د ۱۳۷ زرو شکمنو رایو لس سلنه او د ۱۰۲ زرو هغو رایو چې ویل کېدل د ټاکلي ټاکنیز وخت بهر کارول شوې ۱۵ سلنه رایې  او د ۲۴۲۳ محلونو له ډلې د ۲۹۸ محلونو رایې په ځانګړې توګه تفتیش، مناقشه او بیا وشمېرل شوې.
د نورستانۍ د معلوماتو په اساس، له تفتیش وروسته ۱۳۷ زرو او ۱۰۲ زرو رایو او د یادو محلونو رایو ته اعتبار ورکړل شو.  او په ټوله کې يو ميليون او ۸۲۳۹۴۸ رايې معتبرې پېژندل شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې د خبري ناستې په پای کې وویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو په بشپړ امانت او بېطرفۍ ولسمشر اعلان کړ.
هغې وویل: ((ټاکنو کمېسیون د اساسي قانون د ۶۱ مې مادې د حکم په اساس ښاغلی غني چې ۹۲۳ زره او ۵۹۲ رایې چې معادل یې ۵۰.۶۴ سلنه کېږي ترلاسه کړې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په ټوګه اعلانوي او نوموړي ته د الله ج له درباره د هېواد د اساسي قانون او نورو قوانیو له لارې د افغانستان د شریف ملت لپاره د خدمت توفیق غواړي.))
د یادونې ده چې د ثبات او همپالنې ټېم ویاند فریدون خوځون پژواک ته وویل: (( موږ په رسمي ډول د ټاکنو له بهیر بهر او له دغه بهیر سره مو پرېکون کړی دی، ټاکنو بهیر خپل مشروعیت له لاسه ورکړی له همدې امله یې پایله د افغانستان  خلکو ته  د منلو وړ نه ده.))
د ده په خبره، د ټاکنو کمېسیون چې هر ډول پایلې اعلان کړي دغه ټېم به یې پر وړاندې دریځ روښانه کړي او دغه راز وروستۍ ګزینې د ثبات او همپالنې ټېم پر مېز پرتې دي او په راتلونکي کې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.