Add new comment

ابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۸): د ټاکنو کمېسیون د ځانګړي تفتیش د پیل لپاره د پوره تیاري خبر ورکړی او وایي چې ټاکل شوې وه دغه بهیر نن پیل شي؛ خو د شکایتونو کمېسیون د ناظرینو د نه شتون له امله وځنډېد.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې د ځانګړي تفتیش د پیل په اړه د ټاکنو کمېسیون پرګرامونه تراوسه له دوی سره نه دي شریک شوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کمېسیون د ځانګړي تفتیش لپاره پوره تیاری لري.
هغه د دې په څرګندولو چې ټاکل شوې وه چې نن د ځانګړي تفتیش بهیر پیل شي، زیاته کړه چې دغه بهیر د ټاکنیزو شکایتونو د ناظرینو د نه شتون له امله نن پیل نه شو.
خو د ټاکنیزو شکایتونو د ویاند استازي محمد رضا فیاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون پلان تراوسه د دوی په واک کې دی.
نوموړي زیاته کړه، کله چې د ځانګړي تفتیش او بیا شمېرنې په اړه د ټاکنو کمېسیون پروګرام دوی ته ور رسیږي، کمېسیون خامخا د بهیر د څارنې لپاره خپل ناظرین ګوماري.
پر ټاکنو د څار بنسټونو هم د کمېسیونونو ترمنځ پر نه همغږۍ او ستونزو نیوکه وکړې او وایي چې د ملي پروسې په اړه ناغېړي اوج ته رسېدلې ده او داسې لاسونه موجود دي چې په عملي ډول بهیر د ستونزې پر لور بیایي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټانو د بنسټ (فیفا) اجرائیه رییس یوسف رشید د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ شته ستونزو ته په اشاره  وویل: «د کوچنیو کارونو پر سر هره ورځ د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ ستونزه وي.»
هغه زیاته کړه چې ټاکنیز کمېسیونونه خپلې چارې په مسلکي توګه پر مخ وړي، څو بهیر په قانوني ډول ترسره شي او د هېوادوالو تمه پای ته ورسېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روانې سلواغې میاشتې په ۱۶مه د هغو رایو د لغوې یا تایید په اړه چې شکایتونه یې ثبت شوي وو، د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چې له ۱۴۰۰ څخه ډېر محلونه ځانکړي تفتیش او ۲۹۸ نور محلونه بیا وشمېري.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون د پرېکړې له مخې چې څو ورځې وړاندې اعلان شوه، له ۱۳۷زره رایو څخه چې شکمنې پېژندل شوې وې، لس سلنه او له ۱۰۲زره رایو څخه چې له ټاکلي وخته بهر بلل شوې وې، ۱۵ سلنه ځانګړې تفتیش کېږي چې د دې څېړنې په پای کې به د یادو رایو د اعتبار او ابطال برخلیک معلوم شي.
د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
د لومړیو پایلو له مخې، محمد اشرف غني له ۵۰ سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې ترلاسه کړې.
خو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.