Add new comment

چاريکار(پژواک١٢مرغومی ٩٨):  د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر ۱۶۱ کارکوونکي په درغلۍ او سرغړونې تورن پېژندل شوي چې د شکایتونو له ارزونې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
 په پروان کې د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي دفتر مسوولینو پژواک ته وویل، کله چې یاد کارکوونکي د شکایتونو له ارزونې وروسته په ولسمشرۍ ټاکنو کې تورن وپېژندل شي عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.
سرچینې زیاته کړې، دوی د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر موقت کارکوونکي دي.
په پروان کې د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي کمېسیون رییس محمد هارون پژواک ته وویل: ((تر اوسه د یادو کسانو له ډلې د ۵۰ تنو په اړه څېړنې بشپړې شوې او دغه بهیر دوام لري.))
په پروان کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر مسوول وهاب صافي وویل، په یادو کارکوونکو کې د ځینو محلونو رییسان، د بایومټریک مسوولین او د نورو برخو کارکوونکي شامل دي.
صافي زیاته کړه: ((له هغو ادرسونو څخه په استفاده چې له موږ سره موجود وو د یادو کارکوونکو په پېژندلو کې مو د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره همکاري کړې ده.))
 په پروان کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د ولایتي دفتر مسوولین وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته په دې اړه ۹۰ شکایتونه ثبت شوي دي.
 په یاد ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د ولایتي دفتر رییس محمد هارون عزیزي وویل، د یاد ولایت د ټاکنو اړوند ۹۴ شکایتونه، ثبات او همپالنې، دولت ساز او سولې او اسلامي عدالت ټکټونو ثبت کړي دي.
 
په ورته وخت کې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون اعلان وکړ چې په دغه بنسټ کې ۸۰ سلنه ثبت شوي شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په اړه دي او یادو ټولو شکایتونو ته د رسېدو لپاره ښايي د ۱۹ زره محلونو رایې بیا وشمېرل شي.
 ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او لومړنۍ پایلې یې د مرغومي په لومړۍ نېته اعلان شوې.
 د یادو پایلو تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ چې معترض نوماند تر درې ورځو پورې وخت لري چې خپل شکایتونه ثبت کړي.
 د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان له مخې محمد اشرف غني ۵۰.64 سلنه، عبدالله عبدالله ۳۹.52 سلنه، ګلبدین حکمتیار ۳.85 سلنه او پاتې نورې رایې ۱۱ نوماندانو په ګډه ترلاسه کړې دي.
 دولت ساز ټېم د لومړنیو پایلو د اعلان ملاتړ وکړ خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې، د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سوله او اسلامي عدالت ټېمونه یې نه مني.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.