Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۲۲ لړم ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون عمومي دروازه د ثبات او همپالنې ټېم د معترضو ناظرينو له خوا وتړل شوه.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ايوب بياني د لړم په ۲۲مه پژواک ته وويل چې دوی تېره ورځ په بلخ کې د يو شمېر مشکوکو محلونو تفتيش پيل کړی و.
هغه زياته کړه چې ځيني صندوقونه تفتيش شوي وو او په پلان کې وه چې نن هم د تفتيش چاره ترسره شي؛ خو په خبره يې چې نن سهار د ټاکنو کمېسيون دروازه د ثبات او همپالنې ټيم معترضو ناظرينو له خوا وتړل شوه.
نوموړی زياتوي، دوی ډېره هڅه وکړه څو معترضينو ته قناعت ورکړي؛ خو په خبره يې چې هغوی ورسره ونه منله.
د بياني په خبره، هر کله چې معترضينو خپل اعتراض پای ته ورساوو او دروازه پرانيستل شوه، نو دوی به بېرته د يو شمېر محلونو د رايو بيا شمېرنه پيل کړي.
د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم په ټول هېواد کې د رايو د بيا شمېرلو له لړۍ سره پرېکون اعلان کړی او ناظرينو يې په يو شمېر ولايتونو کې د ټاکنيزو کمېسيونونو دروازې تړلې دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د رايو بياشمېرنه او څېړنه په يو شمېر ولايتونو کې پيل شوې، خو د ثبات او همپالڼې ټيم له خوا په ١٥ ولايتونو کې ستونزې پيدا شوې او په يو شمېر ولايتونو کې يې د رايو بيا شمېرنې پروسه درولې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.