Add new comment

کمیتۀ دادخواهی دايکندى خواهان تمديد زمان توزيع کارت رايدهى شد

ایبک (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): په سمنګان کې د ولسي جرګې ټاکنو په پرتله په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۴۸ سلنه کمه وه او د کمښت په یاده سلنه کې د نارینه په پرتله د ښځو د نه ګډون کچه ۲۰ سلنه ډېره ده.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې او د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې ترسره شوې. د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.
په سمنګان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د عامه پوهاوي مسوول محمد عالم نوابي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې شاوخوا ۳۹۳۹۵ کسانو ګډون کړی و.
د ده په خبره، له دې ډلې ۲۰۸۷۵ نارینه او ۱۸۵۲۰ ښځې دي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو پارلماني ټاکنو کې په دغه ولایت کې ټولو ۷۵۵۳۸ کسانو کډون کړی و چې ۳۶۰۳۴ یې ښځې او  ۳۹۵۰۴ نارینه وو.
نوموړي روښانه کړه چې په تېرو دواړو ټاکنو کې د دغه ولایت په مرکز ایبک کې د ښځو ګډون د ولسوالیو په پرتله ډېر و.
دغه شمېرې ښيي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د تېرو پارلماني ټاکنو په پرتله د نارینه رایې ورکوونکو شمېر ۳۸ سلنه او د ښځو رایو ورکوونکو شمېر ۵۸ سلنه کم شوی دی.
بېلابېلې سرچینې وايي، په ټوله کې امنیتي ستونزې، د ټاکنو د ارزښت او څرنګوالي په اړه خلکو ته د لږ پوهاوي ورکولو، په ټاکنو کې د خلکو پر ګډون منفي اغېز کړی خو سنتي ټولنه او له رایې ورکونې مخکې د ښځو د انځور اخیستل هغه ځانګړي موارد دي چې له امله یې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو رایې ورکوونکو ګډون کم رنګه و.
په تېرو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو ښځو د انځور اخیستل اختیاري وو خو په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې دغه چاره جبري وه.
د سمنګان د مرکز ایبک پخواني ښار لېسې د ښځو رایې ورکوونکو مرکز د درېیم محل کارکوونکې ماریې پژواک ته وویل: ((د رایې ورکونې په هغه مرکز کې چې زه یې مسووله وم ۸۰ ښځو رایه ورکړه خو اته ښځې چې رایې ورکولو ته راغلې وې له انځور اخیستو یې ډډه وکړه او رایه یې ورنکړه.))
دې شمېر ته په کتو ویلای شو چې لس سلنه ښځو د انځور اخیستو له امله رایه نه ده ورکړې.
که فرض کړو  چې د رایې ورکونې په نورو مرکزونو کې هم ښځو د انځور اخیستو له امله رایې نه وي ورکړې نو ښايي په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د پارلماني ټاکنو په پرتله د ښځو د ګډون لس سلنه کموالی له همدې امله دی.
خو ځینې نور عوامل هم د رایې ورکوونکو، په ځانګړې ډول د ښځو د ګډون کچې د کمښت لامل کېدای شي.
په سمنګان کې د ښځو حقونو فعالې نادرې نایبي وویل، د امنیتي ستونزو ترڅنګ د ولسه والو مخالفینو ګواښونه او په ځینو ولسوالیو کې د نامسوولو وسله والو شتون، نرواکي او ټولنیز او کلتوري خنډونه هغه عوامل و چې ډېری سمنګانۍ ښځو یې له امله ټاکنو کې ګډون ونه کړ.
وسله والو طالبانو خلکو ته ګواښ کړی و چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي؛ ځکه هغه ځایونه چې د ټاکنو بهیر په کې ترسره کېږي، د دوی نظامي موخې دي.
نایبي زیاته کړه: ((ټاکنې په ولسواکي نظام کې تر ټولو غوره انتخاب دی، د ټولنې ټول وګړي پرته له دې چې جنسیت او ټولنیز موقف یې په نظر کې ونیول شي، په ټاکنو کې د تصمیم نیونې یو شان حق لري، نو افغان ښځو ته لازمه وه چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره یې په ټاکنو کې پراخ ګډون کړی وای، خپلې غوښتنې او سیاسي حقونه به یې ښکاره کړي وو.))
هغې هیله مندي وښوده چې په راتلونکو ټاکنو کې به د ښځو ګډون ډېر شي.
ناهیدې عزیزي چې د ایبک ښار د اجاني ملکې لېسې د رایې ورکونې په مرکز کې یې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړې، وویل، په لرو پرتو ولسوالیو کې ښځو ته د لازم پوهاوي نه موجودیت په ټاکنو کې د ښځو د نه ګډون لوی لامل و.
خو په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول وویل، د دغه کمېسیون د عامه پوهاوي ټېمونه په هغو سیمو کې چې د دولت تر کنټرول لاندې وې او امنیتي ستونزې یې د دوی د تلو پر وړاندې خنډ نه وې، د نارینه وو تر څنګ ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون د ارزښت په اړه پوهاوی ورکړی دی.
نوموړي دغه سیمې مشخصې نه کړې خو د دغه ولایت د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د دره صوف پایین ولسوالۍ ډېرې برخې او د حضرت سلطان او خرم سارباغ ولسوالیو ځینې برخې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او دغه راز وسله وال طالبان ځیني وخت د یاد ولایت په نورو سیمو کې هم فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې سمنګان د هېواد نسبتاً امن ولایت شمېرل کېږي.
ناهیده عزیزي پر دې باور ده چې د دغه ولایت په اطرافي سیمو کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ ښځې د خپل خاوند له اجازې پرته له کوره نه شي وتلای او هغه ښځو چې رایې ورکړې دي، هم د خپلو خاوندانو د خوښې وړ نوماندانو ته یې رایې وکړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د رایې ورکول سري دي او هېڅوک نه پوهېږي چې رایې ورکوونکي چا ته رایه ورکړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه نه ده روښانه کړې خو څه موده مخکې یې ویلي وو چې د رایې ورکونې له ټولو ۴۹۰۵ فعالو مرکزونو څخه په ۴۳۸۴ کې شاوخوا ۲.۶ میلیون کسانو ګډون کړی و. یاد کمېسیون نه دي ویلي چې په یاد شمېر کسانو کې څومره ښځې او څو تنه نارینه دي.
د ټاکنو کمېسیون د ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د معلوماتو له مخې، په تېرو پارلماني ټاکنو کې  ۴.۲ میلیون کسانو ګډون کړی و چې ۳۳ سلنه یې ښځې وي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.