Add new comment

هرات ښار (پژواک، ۶ تله ۹۸): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې د ټولو ټاکنیزو مرکزونو امنیت نیول شوی او خلک په ارامۍ سره کولای شي خپلې رايې وکاروي.
د هرات والي عبدالقیوم رحيمي په ګوهرشاد بېګم لېسه کې د خپلې رايې له کارولو وروسته خبريالانو ته وویل، په ياد ولایت کې د ټولو ټاکنیزو مرکزونو امنیت نیول شوی او خلک کولی شي په ډاډ سره خپلې رايې وکاروي.
په ورته وخت کې د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخېل وویل چې طالبانو په کشک کهنه، کشک رباط سنګي، ګلران او د کهسان ولسوالیو کې له تېرې شپې راهیسې د ټاکنو د تخریبولو لپاره هڅې کړې دي، خو دغه هڅې يې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوې دي.
ده زیاته کړه، طالبانو په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند کړي، دغه راز د ترکمنستان وارداتي برېښنا يوه پایه يې په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې له منځه وړې او برېښنا پری شوې ده.
د هرات امنیه قوماندان وویل، په هرات په ښار او ولسوالیو کې د ټاکنيزو مرکزونو د امنیت ټینګښت لپاره له ۸۰زرو زیات امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په کومو مرکزونو کې چې له ټیټ امنیتي ګواښ سره مخ دي، پنځه امنیتي سرتېري، کوم چې په منځني ډول تر ګواښ لاندې دي ۱۰ امنیتي سرتېري او په هغو مرکزونو کې چې له ډېر گواښ سره مخ دي، ۱۵ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
په ورته وخت کې د هرات د ټاکنو کمېسیون مشر صدیق داوود زاده د رایې اچونې پروسې په پیل کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ټولو ۳۰۰ ټاکنیزو مرکزونو په ۲۴۳ کې یې د رایې اچونې پروسه پیل شوې، له ۲۱ نورو مرکزونو چې د لارې په اوږدو کې موقعیت لري، د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله یې په اړه راپور نه لري.
هغه زیاته کړه چې په پشت کوه او زیرکوه ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي.
داوود زاده وویل چې ۵۷۱زره کسانو د رایه ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې وه او ټاکل شوې ده چې یاد شمېر خلک به خپله رایه کاروي.
د یادونې ده، نن په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.