Add new comment

ټاکنو کمېسيون: په بلخ کې به د ناامنیو له امله د رایې اچونې  ٣٣ مرکزونه تړلي وي
مزارشريف (پژواک، ۲۳ وږی ۹۸): د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي چې د ټاکنو په ورځ به په دغه ولايت کې د ۳۱۵ مرکزونو له ډلې ۳۳ هغه يې د امنيتي ګواښونو له امله تړلي پاتې وي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ايوب بياني د وږي په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې ياد مرکزونه به په چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شورتېپه او شولګر ولسواليو کې د نا امنيو له امله تړلي وي.
هغه زياته کړه چې وړاندې له دې د دوی د معلوماتو له مخې، د بلخ د ټولو ټاکنيزو مرکزونو شاوخوا نيمايي تر لوړو امنيتي ګواښونو لاندې وو، خو په خبره يې چې اوس امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې د شاوخوا ۲۸۲ مرکزونو امنيت به خوندي  کوي.
نوموړي وويل: ((بلخ ولايت لپاره ټول ټال ۳۱۵ ټاکنيز مرکزونه ځانګړي شوي، په وروستۍ امنيتي جلسه کې د بلخ امنيتي مسوولينو موږ ته ډاډ راکړ چې په ۲۸۲ انتخاباتي مرکزونو کې به د رایې ورکولو زمينه برابروي او تهديدات يې رفع کړي دي او ښايي پاتې ۳۳ مرکزونه تړلي پاتې شي.))
هغه  زياته چې مزارشريف ته د ټاکنو اړوند ټول حساس مواد رسېدلي او دوی به يې له مهالوېش سره سم ولسواليو ته هم انتقال کړي.
د بلخ ټاکنو کمېسيون رييس ډاډ ورکوي چې را روانې ولسمشريزې ټاکنې به رڼې وي او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په خپل پراخ ګډون سره دغه پروسه بريالۍ کړي.
خو په بلخ کې بيا انګېرنې دا دي چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ته په کتو به د تړلو مرکزونو شمېر له هغو څخه زيات وي چې مسوولين یې يادوي.
د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالشکور پژواک ته وويل، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو يواځې د دوی په ولسوالۍ کې به شاوخوا ۲۰ ټاکنيز مرکزونه تړلي وي.
هغه وويل چې دمګړۍ د يادې ولسوالۍ نږدې ټول کلي د حکومت د وسله والو مخالفينو په  ولکه کې دي او يواځې د ولسوالۍ مرکز پورې محدودو سيمو کې امنيتي ځواکونه ځای پر ځای دي.
د ده په خبره، امنيتي ځواکونه نه شي کولای چې په راتلونکو دوو اوونيو کې په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ کړي او يا هم خلکو ته د رایې ورکولو زمينه برابره کړي.
دغه قومي مشر وويل: ((يو کال کېږي چې په چهاربولک کې جنګ روان دی، اوس طالبان د مزار– شبرغان عمومي لارې ته راوځي، چيک پااينټونه جوړوي او خلک تلاشي کوي؛ په دغسې حالت کې ټاکنو ته د خلکو راوتل او يا هم د انتخاباتي مرکزونو خلاصول هېڅ امکان نه لري.))
نوموړي همدا راز وويل چې د ناامنيو ترڅنګ وسله والو طالبانو خلکو ته ګواښ کړی چې په ټاکنيزو منډو ترړو او د رایې ورکولو په پروسه کې به ګډون نه کوي.
په ورته مهال د بلخ امنيتي مسوولين هم ډاډ ورکوي چې دوی د ټاکنو پروسې امنيت خوندي کولو ته ژمن دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې دمګړۍ امنيتي ځواکونه د دغه ولايت په ناامنو سيمو کې پر عملياتو بوخت دي؛ څو هغه ننګونې له منځه يوسي چې د ټاکنو پروسه زيانمنولی شي.
د عادل په خبره، د ټاکنو تر ورځې پورې به ډېر هغه سايټونه او سيمې امنيتي ګواښونه دفع کړي چې دمګړۍ د جګړو او نا امنيو وېره په کې خوره ده.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.