Add new comment

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې د ټاکنو له پروسې د ملاتړ ترڅنګ د امنيت په ټينګښت کې هم همکاري کوي.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د وږي په ٢٣مه د ټاکنو په اړه لويه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ د قومونو د يووالي شورا مشر حاجي کلا خان وويل چې د نادعلي نر او ښځې په ټاکنو کې د ګډون ترڅنګ له دې پروسې ملاتړ کوي.
ده زياته کړه: ((په تېرو ټاکنو کې زموږ خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه نه وه اخيستې، خو دا ځل غواړو په پراخه کچه برخه واخلو او د امنيت په ټينګښت يې هم همکاري وکړو.))
دغه راز بل قومي مشر حاجي ذاکري وويل چې د نادعلي اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکوي.
د هغه په وينا، څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت ګډوډلو هڅې وکړې خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيوه او خلک هم حاضر دي چې په هر ډول شرايطو کې د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.
همدارنګه د نادعلي ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر سيد عبدالعليم وويل چې د ټاکنو په اړه خلکو ته پوره پوهاوى ورکړل شوى دى.
دى وايي: ((موږ خلکو سره خبرې کړي، د ټاکنو په اړه مو معلومات ورکړي، دوى هم ژمنه کړې چې رايه ورکوي.))
د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د امنيت په ټينګښت کې پوره هڅې وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د نادعلي ولسوال بريالي نظري پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په څو سيمو کې بريدونه وکړل.
دى وايي چې د طالبانو  بريدونه پر شا تمبول شوي او  په دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت په موخه وړمه ورځ افغان ځواکونو چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.
نظري زياتوي: ((موږ پوره کوښښ کوو چې امنيت تامين کړو ترڅو خلک په ډاډه زړه ټاکنو کې ګډون وکړي او رايه ورکړي.))
بل لور ته د هلمند د ټاکنو کمېسيون مسوولينو پژواک ته ويلي وو چې د ناامنيو له امله د دغه ولايت په نيمايي (شپږو) ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو چې خلک بايد د ټاکنو په پروسه کې ګډون ونه کړي او د ټاکنو له مرکزونو لرې و اوسي؛ ځکه دوى پرې بريدونه کوي.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې مياشتې (تلې) په شپږمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.