Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۲۰ وږی ۹۸): د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايي چې سوله او ټاکنې دوه ملي پروسې دي او بايد يو د بلې پر وړاندې واقع نه شي.
فيفا بنسټ د وږي په ۲۰مه پخ مزارشريف ښار کې د ((د سولې په پروسه کې د ډیموکراتيکو ارزښتونو ساتنه)) په نوم کنفرانس جوړ کړی و.
د فيفا بنسټ د څارنې او ارزونې برخې مسوول شمس راسخ پژواک اژانس ته وويل، سوله او ټاکنې دواړه ملي او اړينې پروسې دي.
هغه زياته کړه چې دغه دواړه پروسې بايد خپل منځ کې ټکر ونه کړي چې له امله يې يوې ته زيان ورسېږي.
د راسخ په خبره، فيفا په افغانستان کې د سولې پروسې بهير د ډیموکراتيکو ارزښتونو ساتلو په موخه نوې سروې پيل کړې چې پايلې به يې له افغان حکومت، نړيوالې ټولنې او د امريکا له متحده ايالتونو سره شريکې شي.
نوموړي وويل چې په دې سروې کې دوی هڅه کوي څو د سولې پروسې په اړه د مدني فعالانو، د ښځو د حقونو د دفاع ټولنو، ديني عالمانو او يو شمېر سياسي اړخونو نظريات راټول کړي.
راسخ د افغانستان د سولې په تړاو د امريکا او طالبانو ترمنځ رامنځته شوي جنجال ته په اشارې وويل چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د سولې پر مهال ورته ننګونې رامنځته شوې دي.
هغه زياتوي، دوی تمه لري څو د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات په واضح ډول بېرته پيل شي.
د فيفا بنسټ د څارنې او ارزونې مسوول همدا راز غوښتنه وکړه چې د سولې پروسې پر مهال بايد جګړه ودرول شي او پر اوربند توافق وشي.
هغه وويل چې ټاکنې بايد پر خپل وخت په شفاف ډول ترسره شي.
د دغه کنفرانس يوه ګډونوال او د بلخ ديني عالم مولوي عبدالحنان منيب پژواک ته وويل چې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره بايد ټول اړخونه خپل ښه نيت څرګند کړي او جګړه ودروي.
د هغه په خبره، که چېرې تضمين او باور موجود وي چې د ټاکنو په ځنډولو سره سوله راځي، نو بايد انتخابات تر يوه وخت پورې وځنډول شي.
دغه ديني عالم زياتوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو له ناکامۍ وروسته بايد افغانان ټاکنو ته چمتووالی ونيسي.
د هغه په خبره، له اوسني وضعيته د افغانستان د ايستلو لپاره اړينه ده چې ټاکنې وشي او په پايله کې يې يو مشروع حکومت رامنځته شي.
د ښځو د حقونو يوې فعالې مېرمن پشتون شراره بيا د هېواد پر سياسيونو غږ کوي چې خپلې شخصي تربګنۍ يوې خوا کړي او د ملي ګټو په رڼا کې تصاميم ونيسي.
هغې پژواک ته وويل چې د هېواد ډېر سياستوال تر دې حده خپلو کې لوېدلي چې ملي ګټې او وطن يې له ياده وتلی دی.
مېرمن شراره وايي: ((تاسې دې ورځو کې ګورئ چې زموږ سياسيون يو د بل خلاف په سنګر کې ولاړ دي، له هر ولايته يو د بل پر ضد غږ راپورته کوي، دغه وضعيت موږ ښه لور ته نه شي بيولای او بايد سره متحد شو.))
هغې همدا راز وويل چې طالبانو د سولې مذاکراتو پر مهال هېڅ داسې ګام پورته نه کړ چې له مخې يې د سولې په اړه د دوی د ښه نيت څرګندونه وکړي.
د مېرمن شرارې په خبره، د افغانستان د سولې هر ډول مذاکرات بايد د افغانانو په محوريت مخې ته ولاړ شي او نړيوال ښکېل هېوادونه بايد د دې پروسې د برياليتوب برخه کې خپل مسووليتونه ادا کړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.