Add new comment

ترينکوټ (پژواک، ۴ وږی ۹۸): يو شمېر اروزګانۍ مېرمنې وايي، که ورته زمينه برابره شي او ټاکنیزو مرکزونو ته يې لاسرسی اسانه وي، نو په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې به په پراخ ډول برخه واخلي.
دوی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د (ښځو ونډه په ټاکنو کې) تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډه کې ګډون کړی و، له مسوولينو يې وغوښتل چې د ښځو لپاره ټاکنیز مرکزونه زيات کړي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ او څلورو نورو ولسوالیو کې به په ۳۲ مرکزونو کې د رایې اچونې ۲۰۰ محلونه چې ۳۰ یې د ښځو دي، فعال وي.
فروتن د مرکز ترینکوټ اوسېدونکې ده او پر تذکره یې سټېکر هم لګېدلی دی.
هغې پژواک اژانس ته وويل، له زياتو کورني، کلتوري او یو شمېر نورو ننګونو سره سره بيا هم غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
فروتن غوښتنه کوي چې د ښځو لپاره دې د رايې اچونې مرکزونه زيات او امنیت يې تامین شي، څو په ډاډه زړه خپلې رايې وکاروي.
انار بي بي بيا د ترینکوټ ښار هغه اوسېدونکې ده چې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال يې خپل دوه زامن له لاسه ورکړي دي.
هغه وايي، غواړي داسې يو نوماند ته رایه ورکړي چې په هېواد کې سوله راولي او روانه جګړه ودروي.
نوموړې هم د ښځو لپاره د يو ځانګړې مرکز فعالولو غوښتنه کوي، څو په اسانه توګه خپله رايه وکاروي.
د اروزګان د ښځو چارو ریاست هم وایي، دغه ځل به هم د دغه ولایت ښځې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د تېر په څپر برخه واخلي.
د ریاست سرپرسته فاطمه موسوي وايي، که د ټاکنو په ورځ د ښځو امنیت ته خاصه پاملرنه او ورته محلونه زیات شي، نو ټولې هغه مېرمېي به په ټاکنو کې برخه واخلي چې سټېکرونه یې لګولي دي.
د اروزګان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مسوولین وایي، دوی به د ټاکنو په ورځ ۳۲ مرکزونه په مرکز ترینکوټ او څلورو ولسوالیو کې د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستي وي.
د دغه ریاست سرپرست احمدشاه خپلواک وويل، په ټاکنو کې د ښځو ونډه خورا اړینه ده او دوی هڅه کړې چې په دې برخه کې اروزګانۍ ښځو ته د عامه پوهاوي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره بېلابېل پروګرامونه په لاره واچوي.
خپلواک وایي، د ټاکنو په ورځ به د ۲۰۰ محلونو له ډلې ۳۰ هغه يې د ښځو لپاره ځانګړي شوي وي او د یادو محلونو امنیت به د ډاډ وړ وي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنۍ د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.