Add new comment

جلال اباد (پژواک ۱۳ زمری ۹۸): په قطر کې د امريکا په منځګړيتوب له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو روان بهير سره يو ځای د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو اندېښنې ډېرې شوې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د تلې په ۶مه د ټاکنو ترسره کول  ورته سره کرښه ده.
د دغه کمېسيون د دارالانشاء رييس چې د زمري په ۱۳مه يې جلال اباد ته سفر کړی و، په رسنيز کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.
عبدالرحمن ننګ وويل، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري او هيڅ سياسي فشار يا پروسه به د دغو ټاکنو پر وړاندې خنډ نه شي.
ده زياته کړه، د سفر موخه يې راتلونکو ټاکنو ته د سيمه ييز دفتر د چمتووالي ارزونه ده چې په خبره يې دا يې پنځم ولايتي سفر دی او نورو ولايتونو ته هم د ورته سفرونو پلان لري.
نوموړي د راتلونکو ټاکنو په اړه د چمتووالي په تړاو وويل: ((د استخدام پروسه شفافه ترسره شوې، د ټاکنو لپاره د مرکزونو، محلونو، رايه ورکوونکو او ټولو مهالوېش او سکېجول جوړ شوی، حساس مواد چې هغه رای پاڼې او نور مواد دي، له هېواده بهر چاپ شوي او همدې اوونۍ کې را ورسېدل.))
دی وايي، نړيوالې ټولنې ورسره منلې چې د دغو ټاکنو لپاره به ورته ۵۹ ميليونه ډالر ورکوي، خو پاتې بوديجه به يې د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي.
هغه د دې اندېښنو په ځواب کې چې ګواکې قطر کې د سولې پيل شوې پروسې له امله به ټاکنې وځنډېږي، وويل: ((شپږم د ميزان لپاره موږ ټولې امادګيانې لرو، شپږم د ميزان ټاکنې ترسره کوو، دا زموږ سره کرښه ده.))
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس تېرو پارلماني ټاکنو کې د بايومټريک سيسټم په اړه د خلکو د شکايتونو په تړاو وويل، چې دا ځل ورته نوي سافټويرونه برابر شوي او هېڅ ستونزه به په بايومټريک سيسټم کې نه رامنځته کېږي.
په همدې حال کې پر ټاکنو د څار بنسټونه او مدني ټولنې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو کمرنګه کمپاينونو او د سولې روانو خبرو ته په کتو اندېښنه لري چې ټاکنې به ترسره نه شي.
په ننګرهار کې د ټاکنو د څار بنسټ فيفا استازي اسدالله لاروي پژواک سره خبرو کې وويل، تېرو ټاکنو باندې د خلکو بې باورۍ او سولې ته اړتيا د دې سبب شوې چې خلک به هم سولې ته پر ټاکنو لومړيتوب ورکړي.
مدني فعال روح الله لعلپوروال پژواک ته وويل، د ټاکنو کمېسيون به بشپړ چمتووالی لري، ځکه دا يې دنده ده، خو حالاتو او د نړيوالې ټولنې هوډ ته په کتو ښايي ولسمشريزې ټاکنې وځنډېږي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.