Add new comment

جلال اباد (پژواک، ۱۳ زمری ۹۸): په ننګرهار کې ځیني قومي مشرانو پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي غوښتنه وکړه او پر خلکو يې غږ وکړ چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
دوی وايي، د ستونزو د حل يوازېنۍ لار د ټاکنو له لارې د يو مشروع حکومت رامنځته کېدل دي چې افغانان اوس دې چارې ته ور نږدې شوي دي.
په ختيځ زون کې د ناصرو قومي شورا يو شمېر مخورو دا څرګندونې د زمري په ۱۳مه په جلال اباد ښار کې د ټاکنو د ملاتړ په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
دا غونډه د ننګرهار د قبايلو او قومونو چارو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د ناصرو قوم شاوخوا ۴۰۰ قومي مشرانو او ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.
دوی سوله هم د هېواد لپاره مهمه ياده کړه خو ټينګار يې درلود چې د سولې پروسه دې پر ټاکنو پورې نه محدودېږي.
د دې شورا د ختيځ زون مشر عبدالرب د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل، له يادې غونډې يې موخه د ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ او پر خپل وخت د ترسره کېدو غوښتنه، پر خپل قوم باندې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د برخې اخيستو غږ کول او دغه راز نور قومونه هم دې ته هڅول چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړی اندېښمن دی چې د نا امنو سيمو خلک به په ټاکنو کې له برخې اخيستو محروم پاتې شي خو ټينګار کوي چې حکومت بايد دغو خلکو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه برابره کړي.
يادو قومي مشرانو ويل، تر اوسه يې له هېڅ کانديد ملاتړ نه دی اعلان کړی خو وايي، د ټولو کانديدانو په اړه مطالعه کوي او د ټول قوم چې پر کوم کانديد اتفاق وشي، دوی به ترې ملاتړ وکړي.
د دې شورا يوه غړي اسدالله ناصر وويل: ((موږ له هغه کانديده ملاتړ کو چې د هغه پاليسي او تګلاره د هېواد او خلکو په ګټه وي. وطن ته ژمن وي او خلکو ته ژمن وي.))
د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رييس وجيه الرحمن شينواري وويل، يادو قومي مشرانو ته يې په غونډه کې په ټاکنو کې د برخې اخيستو سربېره، هغوی الکترونيکي تذکرو اخيستو او دغه راز د خپلواکۍ سلمې کليزي لمانځلو ته هم وهڅول.
دی وايي، اوسمهال ننګرهار ته د موجوده نفوسو نه، بلکې د لسيزې وړاندې نفوسو په تناسب پروژې او حق ورکول کېږي چې د برېښنايي پېژندپاڼو اخيستل دغه احسايه نوې کولی شي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په په ۶مه ترسره شي. دغو ټاکنو ته اتلس کسان کانديدان دي چې ټول نارينه دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.