Add new comment

خوست ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): د خوست ولايت لسګونو ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ټاکنې هېواد له روان بحرانه ايستلى شي.
دغه مېرمنې چې د چنګاښ په ٢٤مه، د خوست د «روڼ فکر» په نوم د ښځو ټولنې له خوا راټول شوې وې او شمېره يې لسګونو ته رسېده، پردې باور وښود چې ټولټاکنې د حل يواځينۍ سوله ييزه لار ده، چې هېواد له شته بحران څخه سم لوري ته رهنمايي کولی شي.
د ښځو ددغې ټولنې مشرې صافيه صافۍ غونډې ته وويل همدې موخې ته د رسېدو لپاره يې د ټاکنو ولايتي دفتر په همکارۍ هڅه پيل کړې څو په ټاکنو کې د مېرمنو د ښه ګډون لپاره هغوی د ټاکنو په ارزښت خبرې کړي.
هغه وايي: ((ددې لپاره چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې مېرمنې خپل سرنوشت په خپله وټاکي او د ټاکنو په ارزښت وپوهيږي، نو د مېرمنو نننۍ غونډه مو رابللې وه.))
ددغې ټولنې د غړو په وينا، که څه هم د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ښځو ګډون او نوم ليکنه د پام وړ نه وه، خو بيا هم په دې باور لري چې د دوی رايه به بې ځايه نه ځي.
د زرغونې په نوم د غونډې يوې ګډونوالې خپلو وويل  چې ټاکنې يو قانوني حق دی چې د نارينه وو ترڅنګ مېرمنو ته هم ورکړل شوی.
د هغې په وينا، که له دې حق څخه مېرمنې سمه ګټه پورته کړي او خپله رايه وړ کس ته ورکړي، باوري ده ټولنه کې به مثبت بدلون رامنځته شي.
هغه زياتوي: ((د هر نارينه ترڅنګ هره په شرايطو برابره خور بايد د ټاکنو تر مرکزونو لاړه شي او په جرئت سره رايه وکاروي. هغه مهال به ارام او ډاډه يو چې د اساسي قانون دا راکړی حق په ښه ډول ادا کړو.))
د کاملې په نوم د غونډې يوې بلې ګډونوالې بيا د ټاکنو له مرکزي کمېسيون څخه د نوم ليکنې د بيا پيل غوښتنه وکړه، ځکه د هغې په وينا، ياده پروسه ډېره لنډه وه او ددغه ولايت ډېرې مېرمنې له نوم ليکنې پاتې دي.
نوموړې زياته کړه: (( زموږ ډېرې خويندې نه دي بريالۍ شوې چې په خپلو تذکرو باندې سټېکر ولګوي او دوی غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. که امکان ولري د ټاکنو کمېسيون دې د نوم ليکنې پروسه بيا پيل کړي.))
ورته مهال د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر مسوولين بيا هيله مندي څرګندوي چې د تېرو ټاکنو په پرتله به راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ښځو ونډه ډېره وي.
ددغه دفتر د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ چې د ښځو يادې شوې غونډې ته يې خبرې کولې، وويل چې د دوی د عامه پوهاوي په صورت کې اوس ددغه ولايت زياتره مېرمنې په دې پوهېدلې دي چې په ټاکنو کې ولې ګډون وکړي او څه ډول کس ته رايه ورکړي.
هغه زياته کړه: ((ښځې په دې پوهيدلې دي چې رايه د هغوی د خپل ځان او ملت لپاره برخليک ټاکونکې ده، نو دا ځل موږ هيله مند يو چې ټاکنو کې به د ښځو ونډه ډېره وي او ولسمشر به ټاکي.))
ټاکل شوې د روان کال د تلې مياشتې په ۶مه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، چې دا د نوي نظام په راتګ سره د ولسمشرۍ څلورم ځل ټاکنې حسابيږي.
د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې ښايي له نن څخه لس ورځې وروسته د زمري په ۴مه د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو کمپاينونه هم پيل شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.