Add new comment

خوست ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸): د خوست يو شمېر اوسېدونکي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د تقويتي نوم ليکنې د پروسې غځولو غوښتنه کوي.
هغوی چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، نن (د چنګاښ ۸مه) د مرکز اړوند د نوم ليکنې په يواځېني مرکز کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، وويل که چېرې دا پروسه ونه غځول شي، ښايي زرګونه خلک د رايې ورکولو له حقه محروم شي.
د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر د معلوماتو له مخې، پرون د ورځې تر پايه د نوم ليکنې په ټولو ۱۳ مرکزونو کې لس زره ۱۰۴ کسانو نوم ليکنه کړې.
حاجي ظريف يو له دغو اعتراض کوونکو دی چې د سهار په شپږنيمو بجو د نوم ليکنې دغه مرکز ته ورغلی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څلور ساعته انتظار وروسته لا هم پر دې نه دی بريالی شوی چې خپله پېژندپاڼه سټېکر کړي.
هغه زياته کړه که حکومت د تقويتي نوم ليکنې پروسه ونه غځوي، نو ډېر خلک به په ولسمشريزو ټاکنو کې له ګدونه بې برخې شي.
دی وايي: ((حکومت بايد لږ تر لږه بيا يوه اوونۍ وخت ورکړي ځکه بېخي ډېر خلک پاتې دي. نن دا دی دغه مرکز ته له درې سوو ډېر کسان راغلي، خو تر اوسه چې غرمه ده دېرشو کسانو هم نوم ليکنه نه ده کړې ده.))
د جنت مير په نوم يو بل اعتراض کوونکي پژواک اژانس ته وويل هغو کسانو چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يې نوم ليکنه نه وه کړې او خپلې پېژندپاڼې يې نه وې سټېکر کړې، غواړي اوس نوم ليکنه وکړي.
د هغه په وينا، د دې لپاره دا کسان په راتلونکو ټاکنو کې د رايې له استعمال پاتې نه شي، نو حکومت ته لازمه ده چې د تقويتي نوم ليکنې دغه پروسه وغځوي.
هغه زياته کړه: ((زه سهار په اتو بجو د نوم ليکنې دې مرکز راغلی يم، خو اوس دا دی د غرمې ۱۲ بجې کېږي چې زما پيژندپاڼه نه ده سټيکر شوې. موږ ته بايد وخت لږ نور اوږد کړي، څو پاتې خلک نوم ليکنه وکړي.))
په همدې حال د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر مشر عبدالرحمان محبت چې د اعتراض کوونکو پر ځای کې يې پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وويل که نن تر مازديګره د پروسې غځولو په اړه له مرکزي کمېسيون کوم هدايت ترلاسه نه شو، نو د شپې تر ناوخته به د نوم ليکنې مرکزونه د خلکو پر مخ پرانيستي وي او کولی شي ځانونه ثبت کړي.
هغه زياتوي: ((تر اوسه پورې موږ د نوم ليکنې د پروسې د غځولو په اړه کوم څه نه دي ترلاسه کړي، اما انشاءالله موږ اميد لرو چې دا پروسه وغځېږي او پاتې خلک خپله نوم ليکنه وکړي.))
د دغو اعتراض کوونکو بله غوښتنه چې دوی درلوده هغه دا وه چې که چېرې د تقويتي نوم ليکنې دغه پروسه غځېږي، نو ورسره په څنګ کې دې د نوم ليکنې مرکزونه هم اضافه شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.