Add new comment

خوست ښار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): په خوست کې د ولسمشريزو ټاکنو په تقويتي نوم ليکنه کې څه باندې ۸زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.
د خوست د ټاکنو کمېسیون ولايتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دې پروسې له پيله تر دې دمه د خوست په ټولو ۱۳ مرکزونو کې ۸۰۴۴ کسانو نوم ليکنه کړې چې ۲۵۴۰ يې مېرمنې دي.
په دغه ولايت کې د ټاکنو څارونکي بسنټونه او مدني ټولنې بيا دا شمېره قناعت بښونکي نه بولي او وايي چې دا شمېر بايد تر دې څو برابره لوړ وای.
په دغه ولايت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ يا فيفا استازی حبيب الله اسماعيل خېل وايي، سره له دې چې د نوم ليکنې ټول مرکزونه فعال دي او پر وړاندې يې هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته، خو بيا هم کمو خلکو نوم ليکنه کړې ده.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د نوم ليکنې مرکزونو کموالی او د سم عامه پوهاوي نه ترسره کېدل، هغه لاملونه په ګوته کړل چې له مخې يې دا پروسه پيکه روانه ده.
دی وايي: ((په اول سر کې د نوم ليکنې مرکزونه په ښوونځيو کې وو، خو وروسته د ولسواليو ودانيو ته انتقال شول، چون داخل د ولسواليو ته د خلکو تګ ډېر ګران دی؛ ځکه زياتره خلک په کليو او بانډو کې اوسېږي.))
ورته مهال د مدني ټولنې يو شمېر غړي وايي، د ټاکنو ولايتي دفتر مسوولينو هغه ډول چې لازمه وه، خلکو ته يې د ټاکنو د تقويتي نوم ليکنې په اړه عامه پوهاوی نه دی کړی.
په دغه ولايت کې د «رڼا» په نوم د ښځو د يوې ټولنې مشره وزيره سعادت وايي، له ښار پرته د لرو پرتو سيمو ښځې په دې هم نه پوهېږي چې رايه ورکول د دوی حق دی، نوم ليکنه خو لرې خبره ده.
هغې پژواک اژانس ته وويل، د ټاکنو ولايتي دفتر د عامه پوهاوي ټيمونه ډېر کمزوري دي او د دې وړتيا نه لري چې خلک په ځانګړي ډول مېرمنې د ټاکنو پر ارزښت وپوهوي.
هغه زياتوي: ((د خويندو لپاره د عامه پوهاوي ټيمونه کم دي او د هغوی لپاره د نوم ليکنې زمينه نه ده برابره؛ ځکه په هره ولسوالۍ کې يواځې يو مرکز دی او هغې ته هېڅوک رسېده ګي نه شي کولی، که مرکزونه ډېر شي، د خويندو ګډون به په ټاکنو کې ډېر وي.))
په همدې حال کې د خوست د ښځو چارو رييسې شافعې نورزۍ هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تقويتي نوم ليکنې لپاره روان عامه پوهاوی پر نشت حساب دی.
نوموړې وويل، که څه هم دوی په دې برخه کې اړوند ادارو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو هغوی پر شا شوي دي.
هغه وايي: ((ما په دې برخه کې له ځينو ولسوالانو سره او حتی د ټلوېزيون او راډيو له لارې نارينه وو ته پيغام رسولی چې له ما سره همکار شئ، څو په هغو کليو کې چې ډېری مرمنې يې تذکرې نه لري، د ښځو چارو رياست حاضر دی چې هغوی ته د عکسونو او ترانسپورټ مصارف برابر کړي، خو له بده مرغه چې دغه کار چا ترسره نه کړ.))
په ورته وخت کې د خوست د ټاکنو ولايتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ بيا پژواک اژانس ته وويل چې د مرکز تر څنګ په ټولو ۱۲ ولسواليو کې د تقويتي نوم ليکنې لپاره عامه پوهاوی ښه روان دی.
دی زياتوي: ((د نوم ليکنې د عامه پوهاوي پروګرام ډېر ښه روان دی او زموږ د عامه پوهاوي د غونډو په مرسته کابو په خوست کې ۶ نيم سوه زره خلکو ته عامه پوهاوی شوی او نوم ليکنه هم ښه روانه ده.))
د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د خلکو د تقويتي نومليکنې پروسه چې د غبرګولي په ۱۸مه پيل شوې، ښايي دوه ورځې وروسته د چنګاښ په ۸مه پای ته ورسېږي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.