Add new comment

شبرغان (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): د جوزجان چارواکي وايي، د دغه ولایت ځينې ښځې د تابعیت تذکرې نه لري چې له امله یې د تقويتي نوم لیکنې په بهیر کې ګډون نه شي کولای.
د جوزجان د جندر مسوولې زویا زلال په داسې حال کې د ځینو ښځو د تذکرو له نه لرلو اندېښنه څرګندوي چې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې خلک تقویتي نوم لیکنې ته هڅوي.
نوموړې زیاته کړه، د جوزجان ځینې اوسېدونکې د کم پوهاوي له امله د تابعیت تذکرې نه لري نو ځکه نه شي کولای چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې په بهیر کې برخه واخلي.
هغې زیاته کړه، سربېره پر دې چې ښځې د تابعیت تذکرې نه لري، په ټولنه حاکم سنتونه او امنیتي ستونزو هم د نوم لیکنې په بهیر کې د دوی د ګډون مخه نیولې ده.
د دې په خبره، کمېسیون باید د ټولیزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي څو په راتلونکو ټاکنو کې د کلیوالو ښځو د ګډون کچه لوړه شي.
د نورمحمد احمدزي په نوم د شبرغان ښار اوسېدونکي وویل، په ټاکنو کې د ښځو د نه ګډون لپاره په ټولنه کې بېلابېلې هڅې کېږي.
هغه زیاته کړه: ((مخالفین هڅه کوي چې په ټولنه کې د ګنګوسو خپرولو له لارې ښځو او نارینه په دغه بهیر کې له ګډونه منعه کړي؛ ځکه طالبان هم خلکو ته تبلیغ کوي چې ګواکې د افغانستان ټاکنې رڼې نه دي او خلک باید په کې ګډون ونه کړي.))
نوموړې په ډاګه کړه چې خلکو ته دې لږ تر لږه پوهاوی ورکړل شي څو دغه تبلیغات پرې اغېز ونه کړي.
احمدزي وویل، امنیتي ګواښونه بله هغه ستونزه ده چې په ټاکنو کې یې د ښځو د ګډون مخه نیولې او اړوند مسوولین باید د یادې ګواښونو د پای ته رسولو په برخه کې لوی پروګرامه جوړ کړي.
رویا حیدري وویل، ځینو کلیوالو ښځو ته یې کورنۍ په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
هغې روښانه کړه، د ټاکنو تر ترسره کېدو پورې دې اړوند مسوولین د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ او کورنیو ته دې مثبت فکر ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: ((د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر ته هم لږ ورکړل شوی، که کورنیو ته لازم پوهاوی ورنکړل شي ډیری ښځې به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.))
په جوزجان کې د ټاکنو کمېسیون د عامه اړیکو او پوهاوي د پروګرامونو مسوول محمد اسلم وویل: ((موږ په ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره خلکو ته د مثبت فکر ورکولو په برخه کې پروګرامونه جوړ کړي او اوس ددغه کمېسیون سیار ټېمونه د تبلیغاتو لپاره لرې پرتو سیمو ته ځي او ښځو ته عامه پوهاوی ورکوي.))
نوموړي زیاته کړه، اوس له خماب ولسوالۍ پرته د جوزجان په لسو اداري واحدونو کې د تقویتي نوم لیکنې مرکزونه فعال دي چې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ښځې او نارینه پکې نوم لیکنه کوي.
د ده په خبره، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د جوزجان شاوخوا ۶۰زرو اوسېدونکو ګډون کړی و چې ۴۰ سلنه یې ښځې وې.
 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.