Add new comment

چاريکار(پژواک،٢٠ کب ٩٧): له پروان څخه ولسي جرګې ته ځينې نوماندانې په ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا لري او وايي، د رایو د پېر او پلور له امله د دوی پر ځای نورو کسانو وروستي لېست لار موندلې وه.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه او په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې او ټاکل شوې چې په غزني ولایت کې به د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو سر یو ځای ترسره شي.
د ځینو ستونزو له امله تر اوسه د پروان په ګډون د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان شوې خو د پاتې پنځلسو نورو ولایتونو او د کوچیانو او هندوانو د ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې.
په پروان کې د لسو ښځو په ګډون ۲۸ کسان ولسي جرګې ته نوماندان وو.
له دې ډلې صديق احمد عثماني، ذکيه سنګين، سامعه عزيز سادات، ميررحمان رحماني، عبدالظاهر سالنګي او عبدالعزيز همايون هريرود له پروان څخه ولسي جرګې ته بریالي شوي چې لومړیو څلورو کسانو يې د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې غړیتوب هم درلود او دوه وروستي کسان یادې جرګې ته نوي راغلي دي.
خو له یاد ولایت څخه ځينې ناکامې ښځینه نوماندانې په ټاکنو کې د فساد د شتون ادعا کوي او وايي، که فساد نه وای دوی ولسي جرګې ته بریالۍ کېدلې.
د یادو نوماندانو له ډلې حسیبا عفت پژواک خبري اژانس ته وویل، د پروان ولایتي شورا غړې وه او ولسي جرګې ته یې ځکه ځان نوماند کړ چې ویل کېدل د ټاکنو پروسه د تېر په پرتله رڼه ده.
خو هغې زیاته کړه، د ټاکنو بهیر شفاف نه و نو ځکه بریالۍ نه شوه چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ موجودې وې او حتی د رایو پېر او پلور ترسره شو.
عفت ادعا وکړه چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د پایلو د اعلان په اساس نوموړې ۱۳۰۰ رایې لرلې، خو په پروان کې د ټاکنو کمېسیون دفتر ورته ۸۰۰ رایې رسولې دي.
هغه د کوم کس نه نوم له اخیستو پرته وویل: ((زیاتره سوداګرو چې ځانونه نوماند کړي و و په یادو ټاکنو کې بریالي شوي، ځکه دوی پیسې ورکړې او د خلکو له رایو پرته ورته خیالي رایې اچول شوې دي.))
عفت زیاته کړه، د دغو څرګندونو د ثبوت لپاره یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته اسناد سپارلي، خو کمېسیون یې په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
هغې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو عزل او ممنوع الخروج اعلانول په ټاکنو کې د فساد د موجودیت لامل وباله.
له پروان ولایت څخه د ولسي جرګې بلې ناکامې نوماندې عزیزې ایشاني وویل، خلکو ته یې د بې ساري خدمت هیله درلوده خو خپلې موخې ته ونه رسېدله.
هغې هم په ټاکنو کې د درغلیو د شتون ادعا وکړه او ویې ویل، د رایو د پېر او پلور له امله دا بریالۍ نه شوه.
عزیزې زیاته کړه: ((زما څارونکو د پروان ولایت له مختلفو سیمو د پایلو په پاڼو کې زما ۲۸۰۰ رایې ثبت کړې، وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ او ماته یې وویل چې تاسو ۱۰۱ رایې ترلاسه کړې او دا خبر زما لپاره ډېر ټکان لرونکی و.))
هغې هم د کوم چا له نوم اخیستو پرته وویل، ولسي جرګې ته نوماندو سوداګرو د پیسو په وسیله د ټاکنو بهیر ځینې کارکوونکي د ځان په ګټه کار کولو ته اړ کړي وو.
نوموړې دغه راز زیاته کړه چې د رایې ورکولو په ځینو مرکزونو کې د دې له څارونکو پرته د صندقونو رایې بیا شمېرل شوې وې او د ټاکنو کار کوونکو په بېلا بېلو پلمو د هغې یو شمېر رایې باطلې اعلان کړې وې.
د پروان ولایت بلې ناکامې نوماندې خاټول فقیرزاده هم ادعا وکړه چې که ټاکنې شفافې وای نوموړې بریالۍ کېدله.
هغې زیاته کړه: ((ما فکر کاوه چې تر یوې اندازې دېموکراسي حاکمه ده او ممکن ټاکنې شفافې وي، له همدې امله مې ځان نوماند کړ، خو د ټاکنو بهیر شفاف نه و، سر تر پایه درغلي او سرغړونه وه.))
نوموړې وویل، د رایې ورکولو په مرکزونو کې د اعلان شوو پایلو په اساس یې ۱۶۰۰ رایې لرلې، خو هغې ته ۲۰۰ رایې ورکړل شوې دي.
هغې زیاته کړه: ((په ټاکنو کې مې په خپلو سترګو ولیدل چې رایې ورکوونکو د زرو افغانیو په بدل کې خپلې تذکرې ورکولې او داسې کارکوونکي مې ولیدل چې زه او زما څارونکي چې حتی د مرکز مدیر یا رییس د رایې صندوق ته تلو پر مهال یې ویل چې فلان نوماند ښه دی او فلاني نوماند ته رایې ورکړئ چې تاسو ته خدمت کوي.))
فقیرزاده یادې ټاکنې له ټولو بدې وبللې او د چا له نوم له اخیستو پرته یې د پروان د سیمه ییز دفتر کارکوونکي په فساد تورن کړل او ویې ویل، د نوموړې شکایت او اسنادو ته توجه نه ده شوې.
له پروان څخه ولسي جرګې ته یو شمېر نورو ښځینه نوماندانو هم په دغه بهیر کې د فساد د شتون ادعا وکړه.
په پروان کې د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ (تیفا) د سیمه ییز دفتر مسوول احمد هنایش هم د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلۍ او سرغړونو په اړه وویل، یاد بنسټ په پروان کې د درغلیو او سرغړونو ۲۵ پېښې ثابتې کړې او هغه یې په کابل کې د یاد بنسټ مرکز ته لېږلي دي.
هغه د کوم ځانګړي نوماند د رایو په اړه څه ونه ویل او زیاته یې کړه: ((د ټاکنو کمېسیون په عملیاتي ماشین کې ستونزې موجودې وې چې باید د عدلي او قضایي بنسټونو له خوا څېړل شوې او پر وخت ورته رسېدنه شوې وای.))
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس امان الله حبیبي وویل، د یاد دفتر کارکوونکو د هېڅ نوماند په ګټه کار نه دی کړی او هر څوک چې په دې اړه ادعا لري د ثبوت لپاره یې باید اسناد وړاندې کړي.
خو هغه زیاته کړه، ځينې ستونزې لکه د رایو ورکولو په یوشمېر مرکزونو کې د بایومټریک ماشینونو د نه فعالیت ستونزه موجوده وه چې د کمېسیون له خوا حل شوه.
د ده په خبره، هغه ادعاوې چې ګني ځینې صندوقونه له رایو پرته ډک شوي هم موجودې وې، خو کله چې ټاکل شوي پلاوي له ۱۰۰ د ډېرو مرکزونو رایې بیا وشمېرلې ولیدل شول چې ټولو رایې بایومټریک شوې دي.
د پروان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دارالانشا مسوول وحیدالله وحیدي وویل، دغه کمېسیون د لومړنیو پایلو تر اعلان مخکې ۴۲۹ شکایتونو ته رسېدنه کړې او د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته ۲۰ ثبت شوي شکایتونه لا هم په دغه کمېسیون کې پاتې دي.
هغه یادو ۲۰ شکایتونو ته د نه د رسېدو په اړه وویل: ((دغه شکایتونه او نیوکې د نه بایومټریک رایو په اړه و چې له بایومټریک پرته رایې نه مني او دغه ستونزه په ټول هېواد کې شته، د رایې د ټولو ۵۰۰ مرکزونو د رایو بیا شمېرنه ډېره سخته وه او ممکن لاهم یاده ستونزه نه وای حل شوې.))
هغه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا د څېړنو د پایلو په اړه له جزيیاتو پرته وویل: ((د اسنادو له مخې یې یو هغه نوماند چې خپلو څارونکو ته یې جعلي کارتونه جوړ کړي څارنوالۍ ته ورپېژندلی او نغدي جریمه شوی، د کمېسیون دوه کارکوونکي او د نوماندانو شپږ نور نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا جریمه شوي دي.))
د ده په خبره، ۷۸۶ رایې باطلې اعلان شوې دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.