Add new comment

جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): د لغمان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ټاکنو کې د نا امنيو له امله د ښځو ونډه کمه وه او که تر راتلونکو ټاکنو مخکې امنيت ټينګ نه شي، نو ښايي لغمان کې په ټاکنو کې ښځې برخه وانخلي.
دوی وايي، د ټاکنو په ورځ ډېرو ساحو کې د نا امنۍ پېښې رامنځته شوې چې خلکو له وېرې خپلو مېرمنو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو اجازه ورنه کړه.
د لغمان ولايت چارواکي بيا وايي چې په ټاکنو کې تر ډېره د نا امنيو پېښو مخه نيول شوې وه او ځينې پېښې په ټول هېواد کې رامنځته شوې وې.
د دوی له معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له شپږ څلوېښت زره زياتو کسانو په دغه ولايت کې رايه ورکړې وه چې له دې ډلې څه باندې ۱۲زره يې مېرمنې وې.
په ټاکنو کې د نا امنۍ په اړه د خلکو شکايتونه
مدني فعالان او يو شمېر ناکام شوي نوماندان وايي، په هغو ساحو کې چې رايه ډېره وه، هلته په لوی لاس د ناامنۍ پېښې رامنځته شوې وې.
مدني فعالې رحمينې لغمانۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، د رايې ورکولو په ورځ ډېرې مېرمنې د نا امنۍ له امله له رايه ورکولو پاتې شوې دي.
هغې زياته کړه: ((د رايې ورکولو په ورځ مرکز مهترلام ښار کې هم ځينې پېښې وشوې، زه د دې شاهده يم چې زموږ د کورنۍ مېرمنو ته اجازه نه ورکول کېده چې له کوره بهر ووځي او د رايې ورکونې مرکز ته لاړې شي.))
د نوموړې په وينا، همدا لامل وه چې په تېرو ټاکنو کې د مېرمنو ونډه ډېره کمه وه او هغسې چې نومليکنه شوې وه، خلکو برخه وانه خيسته.
مدني فعاله او په تېرو ولسي جرګې ټاکنو کې نابريالۍ شوې نومانده برېښنا ساپۍ وايي، د نه برياليتوب يو لوی لامل يې دا هم دی چې ډېرو مېرمنو رايه ورنه کړه.
هغې د نيوکې په انداز کې وويل: ((ټولو هغو ساحو کې چې زما رايه وه، هلته نا امني وه، دوه نورې ستونزې هم وې چې يوه د بايومتريک سيسټمونو خرابوالی او د درغليو موجوديت هغه څه دي چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې.))
بي بي روشن څلوېښت کاله عمر لري او د مرکز مهترلام اړوند د ميدانيو د سيمې اوسېدونکې ده؛ هغې پژواک ته وويل، هغه مهال چې له کوره د رايې ورکولو په نيت وتله، په ښار کې چاودنه وشوه، نو کورنۍ يې ورته اجازه ورنه کړه.
د لغمان د ولايتي شورا منشي عبدالظاهر حسين خېل هم پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې په تېرو ټاکنو کې د نا امنۍ له امله د خلکو ونډه کمه وه.
دی وايي، که څه هم امنيتي ځواکونو چمتووالی نيولی و او تر ډېره پېښې مهار شوې وې، خو بيا هم د ټاکنو په ورځ د ځينو پېښو رامنځته کېدو له امله خلکو په اسانۍ سره په ټاکنو کې برخه وانه خيسته.
د لغمان ولايت چارواکي وايي، په تېرو ټاکنو کې د دغه ولايت له شپږ څلوېښت زرو ډېرو خلکو برخه اخيستې وه چې يواځې ۱۲زره يې مېرمنې وې.
د لغمان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اداري مدير نور احمد نور ومنله چې په ټاکنو کې د نا امنۍ له وجې د خلکو ونډه اخيستنه کمه وه.
هغه زياته کړه، د رايې ورکولو لپاره نږدې ۱۷۱ زره کسانو ځانونه ثبت کړي وو، خو ټاکنو کې يواځې ۴۶ زره کسانو برخه اخيستې وه.
نوموړي وويل: ((ټولو ۴۶زره او ۸۵۹ کسانو برخه اخيستې وه چې له دې جملې ۳۲زره او ۲۵۷تنه نارينه او ۱۲زره او ۶۲۱ مېرمنې وې.))
د نور په خبره، په دولت شاه او الينګار ولسواليو کې نا امنيو په ټوله کې د ټاکنو په بهير کې د خلکو ونډه ډېره کمرنګه کړې وه.
خو د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي پژواک سره خبرو کې ټينګار وکړ چې د نا امنيو د پېښو مخه تر ډېره نيول شوې وه.
دی وايي، د خلکو ونډه تر ډېره مناسبه وه او نا امني په ټول هېواد کې د خلکو په ونډې اخيستو سيوری غوړولی و.
راتلونکو ټاکنو کې د برخې نه اخيستو وېره
مدني فعالان وايي، د تېرو ټاکنو د نا امنيو پېښو ته په کتو راتلونکو ټاکنو کې هم د خلکو پر ونډه ډېر اغېز ښندلى شي.
مدني فعالې رحمينې لغمانۍ وويل، تېرو ټاکنو کې هم مېرمنو ته له دې وجې اجازه ورنکړل شوه چې د نا امنۍ پېښې رامنځته شوې او که راتلونکي کې امنيت تامين نه شي، نو را روانې ټاکنې به وننګول شي.
دغه راز بلې مدني فعالې برېښنا ساپۍ وويل، زياترو خلکو همداسې خبره ورته کړې، که د امنيت ډاډ نه وي، نو راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
هغې غوښتنه وکړه چې راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د ونډې اخيستو لپاره د امنيت د تامينولو ډاډ ورکړل شي.
د لغمان د ولايتي شورا منشي عبدالظاهر حسين خېل هم پر ولايتي ادارې د امنيت د تامين غږ کوي او وايي، راتلونکو ټاکنو ته بايد امنيت تامين شي.
راتلونکو ټاکنو ته د امنيت د تامين ډاډ
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، سر له اوسه له ټولو امنيتي ادارو سره د والي په مشرۍ د امنيت د ټينګښت لپاره په سلا مشورو او پلانونو کار روان دی.
هغه ډاډ ورکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو برخه پراخه وي او د ټولو ساحو امنيت لپاره به پوره ګامونه پورته شوي وي.
د يادولو وړ ده چې په تېرو ټاکنو کې د هېواد په زياترو برخو کې د نا امنيو له امله مېرمنو په اسانۍ په ټاکنو کې برخه نه ده اخيستې.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.