Add new comment

فېروزکوه (پژواک، ۸ کب ۹۷): د غور ځينې مېرمنې د سولې خبرو څخه وېره لري چې ترسره شوې هوکړې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو لکه د ولسواکۍ نظام، د بیان ازادي او د ښځو حقونو د له منځه تلو لامل نه شي.
یادې ښځې د نورو ولایتونو په پرتله د ښځو د فعالیت برخه کمرنګه بولي، خو وايي، د ښځو ملاتړو بنسټونو د دوی له حقونو د دفاع هڅې پیل کړې چې د ټولنې د دې طبقې حضور په ټولو برخو کې احساس شي.
دوی وايي، د طالبانو په حکومت کې ښځو د ډېرو محدودیتونو ژوند تجربه کړی دى، خو اوس چې له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې پیل شوې، دا وېره شته چې د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي.
په غور کې د ښځو د ټولنیز او پرمختیايي بنسټ رییسې جمیلې کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سره له دې چې د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره په بېلا بېلو برخو کې هڅې شوې، خو که د سولې په خبرو کې د ښځو رول ته پام ونه شي، دغه هڅې او لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخ شي.
نوموړې زیاته کړه: ((دا سمه ده چې موږ په ښارونو کې سوله لرو، خو له ښار بیرون د سولې خبرې نشته، ټوله جګړه او ټوپک دي او په دې څو کلونو کې موږ د ښځو د حقونو د فعالینو په توګه د عدالت غوښتنې کړې او ښځې لږ په پښو درېدلې او که د سولې خبرو پایله ونه لري او طالبان واک ترلاسه کړي، دغه لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.))
په غور کې د یوه ښوونځي ښوونکې نسرین وویل، د دویم ځل لپاره د طالبانو واک ته رسېدل د ښځو لپاره اندېښموونکى دى.
هغې زیاته کړه: ((د ښځو تر منځ د طالبانو د بیا راتلو اندېښنې ډېرې زیاتې دي، د سولې د روانو خبرو په اړه افغان ښځې وېره لري چې که دا خبرې پایله ونه لري او یا په کې داسې پرېکړې وشي چې د ښځو د حقونو د له منځه تلو سبب شي او په ټولنه کې د ښځو د حضور خنډ شي، مبهمه راتلونکې به ولرو.))
بلخوا د غور د ښځو چارو رییسې حلیمې پرستش وویل، د روانې جګړې له امله تر ټولو ډېر زیان ښځو ته رسېدلی دی.
هغې وویل: ((طالبانو لس کاله له کوم دلیل پرته ښځې په کورونو کې بندې کړې او له زده کړو او پرمختګ یې پاتې کړې وې، موږ نه غواړو چې دغه تریخ برخلیک بیا تجربه کړو.))
د دې په خبره، په سیاسي جریانونو کې د ښځو ګډون د دوی له خوا د سولې غوښتنې ښکاروندویي کوي او د سولې په خبرو کې یې باید لاسته راوړنې په پام کې ونیول شي او دوی ته باید په کې رول ورکړل شي.
بلخوا د غور ولایتي شورا هم اندېښنه څرګندوي چې که د سولې په خبرو کې ښځو ته برخه ورنه کړل شي او د دوی خبرو ته ارزښت پام ونه شي، ښځې به یو ځل بیا تورې دورې ته وګرځي چې له کوره د بیرون وتلو اجازه یې نه درلوده.
د غور د ولایتي شورا غړې ګلثوم رضايي له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ښځو د عدالت غوښتنې غږ واوري او د اولادونو ښوونې او روزنې ته یې پام وکړي، حکومت باید ښځو ته د سولې په بهیر کې برخه ورکړي او نظرونو ته یې پام وکړي.
نوموړې وویل: ((ښځو هڅه کړې چې په ټولو برخو او پروګرامونو کې پراخ عمل وکړي او دا حضور باید کم و نه ګڼل شي، د ښځو غوښتنې او نظرونه باید په پام کې ونیول شي، څو ښځې هم یو ځای ولري.))
د غور والي غلام ناصر خاضع وویل، د سولې په بهیر کې د ښځو ګډون یو کلیدي او ارزښت لرونکی اصل دی او ښځې باید په رښتینې معنا د سولې په ټولو پروسو کې برخه ولري.
نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان قسم خوړلي دښمنان د خپلو مزدورانو په ټاکلو ټولنیز عدالت ته د رسېدو لپاره خنډ شوي او تل یې د خلکو د د عدالت غوښتنې بې ارزښته ګنلې دي.))
هغه له ښځو سره د طالبانو چلند ناسم وګاڼه او زیاته یې کړه، د دې ډلې غړي ((متحجر او زن ستیز)) دي او ښځې یې له ټولو سیاسي، انکشافي، فرهنګي او ټولنیزو جریانونو څخه بې برخې کړې دي.
خاضع وویل: ((طالبان اوس هم له ښځو سره د بد چلند فکر لري او په سیاسي، پرمختیايي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې د ښخو د حضور مانع کېږي او موږ د سولې او پخلاینې په راتلو کې د ښځو مقام مهم ګڼو او ښځې کولای شي د سولې د کلي په توګه عمل وکړي او د سولې په ټولو پروسو کې د ښځو برخه زیاته وي.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.