Add new comment

پلخمري (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): د بغلان معترضو نوماندانو د يوه ساعت لپاره د کابل- شمال لويه لار وتړله او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته يې ١٢ ساعته وخت ورکړ څو د دوى غوښتنې ومني.
د بغلان معترضو نوماندانو او سلګونو پلويانو يې نن په پلخمري ښار کې يو ځل بيا لاريون وکړ.
د معترضو نوماندانو له ډلې اعجازالحق حقجو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې لومړنۍ پايلې دوى ته د منلو نه دي.
هغه زياته کړه: ((موږ دوه ځلې تر اوسه په دې اړه اعتراض کړى که کمېسيون په ١٢ ساعتونو کې زموږ غوښتنه ونه مني او د رايو بېرته شميرل پيل نه کړي دا ځل په سالنګ کې لار تړو.))
دغه راز بل معترض نوماند عزیزالرحمن سخي زاده هم د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د رايو بيا شمېرل پيل کړي.
ده وويل: ((که د رايو بيا شمېرل پيل نه شي، موږ خپلو اعتراضي غونډو ته ادامه ورکوو.))
يو شمېر نورو معترضو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې او د يوه ساعت لپاره يې د کابل- شمال لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله.
خو د بغلان د ټاکنو کمېسیون ریيس عبدالقاهر وهاب صافي پژواک ته وویل چې د نوماندانو خپلمنځي اختلافاتو يې د کار مخه نيولې ده.
صافي پر نوماندانو نیوکه وکړه چې یوه ډله یې یواځې د بایومټریک رایو بيا شمېرل غواړي خو بله ډله يې بيا د ټولو رايو پر شمېرلو ټينګار کوي.
د يادونې ده، د بغلان ترڅنګ په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم معترض نوماندان د لاريونو په ترڅ کې د ټاکنو کمېسيون څخه غوښتنه کوي چې رايې بيا له سره وشمېري.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.