Add new comment

کلات  (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧): د زابل ولایت اوسېدونکي د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او حکومت څخه د رايه ورکولو د مرکزونو د زیاتوالي غوښتنه کوي، تر څو د دغه ولایت ټولو رايه ورکوونکو ته د خپل حق استعمالولو چانس ورکړل شي.
د ځايي اوسېدونکو په خبره، هغه مرکزونه چې په تېرو ټاکنو کې پرانیستي وو کم او لاس رسى ورته ځکه سخت و چې په ډېرو ولسوالیو کې يواځې یو یا دوه مرکزونه وو.
که څه هم د ټاکنو کمېسیون د وړاندې شويو احصاييو پر اساس په زابل کې شاوخوا ۷۵ زره کسانو د رايې ورکوونکو په توګه نوم لیکنه کړې وه، خو د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يواځې ۱۴ زره کسانو رايه کارولې وه چې لامل يې دمرکزونو کموالى و.
د زابل د مدني ټولنې رييس فیض محمد احمدزی وايي، اوس د دې ولایت اوسېدونکي د رایې ورکولو په ارزښت پوهېدلي او غواړي چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
خو هغه وايي چې خلکو ته په پراخه کچه د ګډون شرايط او زمينه نه ده برابره شوې.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ګڼو ستونزو سره سره خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړل، ځانونه يې ثبت کړل او غوښتل یې رایه ورکړي، خو د ټاکنو په ورځ ډېر زیات مرکزونه تړلي و چې دا د دې ولایت له اوسېدونکو سره جفا ده.
د هغه په وينا،که د ټاکنو کمېسیون او دولت دې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي ښايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ډېری رایه ورکوونکي له خپل حق څخه بې برخې شي.
د دې ولایت یو بل اوسېدونکي عبدالبصیرهم وايي چې د رایې ورکولو د مرکزونو کموالی د رایه ورکوونکو پر وړاندي عمده ستونزه ده
نوموړی پژواک اژانس ته وویل، یو خو له لويه سره په دغه ولایت کې د ټاکنو لپاره منظور شوي مرکزونه لږ دي او له بلې خوا تر نیمايي زیات یې د ټاکنو په ورځ تړلي و.
هغه وايي، د دای چوپان او خاک افغان ولسوالۍ بالکل له ټاکنو څخه محرومې دي، هلته تر سل زره زیات کسان اوسېږي او هېڅ کس د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې برخه نه درلوده.
د زابل اوسېدونکي په داسې حال کې د ټاکنو له کمېسیون څخه د رایې ورکولو د مرکزونو د زیاتوالی غوښتنه کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کانديدانو نوم ليکنه پيل شوې ده.
د ټاکنو د کمېسیون ځايي مسوولین که څه هم د خلکو دا غوښتنه پر ځای بولي، خو زیاتوي چې د رایې ورکولو د مرکزونو زیاتوالی او منظوري د مرکزي کمېسیون مسوولیت دی او ځايي اوسېدونکي کولی شي چې خپلې غوښتنې په رسمي ډول له دوى سره شريکې کړي.
د دې ولایت د ټاکنو کمېسیون سرپرست احمدخېل فاني پژواک اژانس ته وویل، دا مهال د زابل په ټولو ولسوالیو کې سل د رایې ورکولو مرکزونه منظور شوي چې باید پرانیستل شي .
د هغه په وينا، د امنیتي ستونزو له امله په تېرو ټاکنو کې تر نیمايي زیات یې تړلي و.
هغه ومنله چې په تېرو ټاکنو کې دای چوپان او خاک افغان ولسواليوکې هیڅ نوم لیکنه او ټاکنې نه دي شوي او په ټولیز ډول د سلو مرکزونو له جملې ۷۵ تړلي او ۴۳ یې پرانیستي و.
د فاني په خبره، دوى له امنیتي ارګانونو سره په ګډه کار کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې دغه ستونزه هواره کړي او تر ممکنې کچې پورې زیات مرکزونه پرانیزي.
د زابل د ټاکنو کمېسیون سرپرست همداراز وویل، که د دې ولایت د کومې سیمې اوسېدونکي د نوي مرکز د جوړېدو غوښتونکي وي، کولی شي خپله غوښتنه د ولایت مقام له تایید ورورسته په رسمي ډول له دوى سره شریکه کړي، تر څو دوى يې کابل ته د منظورى لپاره ولېږي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال هم د خلکو غوښتنه پر ځاى بولي او زياتوي چې ولايت مقام   په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دوى به هم د خلکو غوښتنې له لوړپوړو چارواکو سره شريکې کړي، څو په ولسمشريزو ټاکنو کې مرکزونه زيات شي.
د زابل امنيه قومانداني وايي چې د کورنيو چارو وزارت له رسنيو سره له خبرو کولو منع کړي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.