Add new comment

پل علم (پژواک، ٤ مرغومی ٩٧ ): له لوګره ولسي جرګې ته ګڼ شمېر معترضو نوماندانو په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون دروازه وتړله او ويل یې، څو يې چې غوښتنې نه وي منل شوې، دروازه به همداسې تړلې وي.
د معترضو نوماندانو له ډلې نصرت الله وفا د مرغومي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلکو په ډېرو سختو حالاتو کې رايه ورکړه خو کمېسيون د خلکو رايو ته احترام ونه کړ.
نوموړى وايي چې د ټاکنيزو کمېسيونونو ترمنځ اړينه همغږي نشته چې له امله يې ډېرې ستونزې پيدا شوې دي.
د هغه په وينا، د لوګر د معترضو نوماندانو غوښتنه دا ده چې پاکې رايې دې له ناپاکو رايو جلا شي، څو حق حقدار ته ورسېږي.
وفا زياته کړه: ((موږ د خپلو خلکو د رايو پوښتنه کوو، زموږ د خلکو پر رايو معامله شوې ده، نو ځکه موږ د کمېسيون دروازه هم تړلې ده.))
دغه راز بل معترض نوماند شهزاده توحيدمل وويل چې د ټاکنو کميسيون بايد د شکايتونو کميسيون پرېکړې ته احترام وکړي.
هغه وايي: ((د شکايتونو کمېسيون د ځينو مرکزونو رايې باطلې کړې خو د ټاکنو کمېسيون دغه پرېکړه نه ده منلې.))
ده تور پورې کړ چې د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکو د مشخصو نوماندانو په ګټه کار کړى چې بايد تر عدلي تعقيب لاندې راشي.
يو شمېر نورو معترضو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لور ته د لوګر د ټاکنو کمېسيون چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د دغه ولايت د شکايتونو کمېسيون مشر رحمت الله حقمل پژواک ته وويل چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې چې نوماندانو يې په اړه خپل شکايتونه له دوى سره ثبت کړي دي.
نوموړى هم وايي چې د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکو د مشخصو نوماندانو په ګټه کار کړى دى.
حقمل وايي چې اعتراض د نوماندانو حق دى او دوى کولاى شي خپل اعتراض ته ادامه ورکړي.
د يادونې ده، له لوګر ولايت څخه ٣٥ تنو ولسي جرګې ځانونه نوماند کړي چې له دې شميرې څخه پنځو تنه يې ولسي جرګې ته لار پيدا کړې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.