Add new comment

تالقان (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د تخار ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې وويل چې دوى د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې نه مني او رايې بايد له سره وشمېرل شي.
یادو خلکو او نوماندانو نن د تخار په مرکز تالقانو ښار کې له لاريون وروسته د ولايت مقام مخې ته اعتراضيه غونډه جوړه کړه.
يوه اعتراض کوونکي او نوماند خيرمحمد تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اعتراض کوونکي له کمېسيونه غواړي چې رايې له سره وشمېري او پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي.
هغه ادعا وکړه چې له تخاره بريالي شوي نوماندان ډېرى يې په درغليو او د کمېسيون په همکارۍ بريالي شوي دي.
دغه راز بل اعتراض کوونکي او نوماند ميرعالم پژواک ته وويل: ((موږ ته چې خلکو رايه راکړې، له هغه دفاع کوو، کمېسيون بايد موږ ته قناعت راکړي او رايې بايد له سره وشمېري.))
يادو نوماندانو او پلويانو يې ټينګار کاوه که چېرې غوښتنې يې ونه منل شي، لويې لارې او د تالقانو بازار به د خلکو پر مخ وتړي.
د تخار د ټاکنو کمېسيون چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير پژواک ته وويل چې د دغو نوماندانو ستونزې یې ياداشت کړې او د حل په موخه يې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړې دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې ناکام نوماندانو پر اعتراضونو لاس پورې کړى او ټينګار کوي چې کمېسيون بايد رايې بېرته له سره وشمېري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.