Add new comment

پل علم (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٧): په لوګر کې د ولسي جرګې څو تنو نوماندانو د ټاکنو ولايتي کمېسيون په فساد او درغليو تورن کړ او ادعا کوي چې په حق کې يې ظلم شوى او هغه کسان بريالي اعلان شوي چې ولس ورته رايه نه ده ورکړې.
له لوګر څخه ولسي جرګې ته د پنځو مېرمنو په ګډون ٣٥ تنه کانديدان شوي وو چې له ډلې يې تېره روځ په لومړني نوملړ کې خواجه محمد اسماعیل صدیقي، انجنیر محمد اصف نبی زی، وفي الله افتخار او هما احمدي بریالی اعلان شول.
خو د لوګر په مرکز پل علم کې ٢٣ نوماندان د شکايتونو کمېسيون ولايتي دفتر ته راغلي وو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د لومړني لېست د اعلان په تړاو يې خپل اعتراض او شکايت ثبت کړ.
هغوى ګواښ وکړ، که د شکايتونو کمېسيون د دوى شکايتونه ونه څېړي، د کابل – لوګر لاره به وتړي او مدني حرکتونه به پيل کړي.
له لوګر څخه ولسي جرګې ته نوماند سيد فرهادي اکبري، وويل چې د ټاکنو ولايتي کمېسيون د ولس د هيلو او رايو خلاف عمل کړى، کوم کسان چې هغوى بريالي اعلان کړي، ولس ورته رايه نه ده ورکړې او په درغليو سره ورته صندوقونه ډک شوي دي.
ده زياته کړه: "د ټاکنو کمېسيون درې واړه نارينه هغه څوک بريالي اعلان کړي چې د ټاکنو په ورځ يې ډېره کمه رايه اخيستې او هغه مرکزونه او رايې چې د شکايتونو د کمېسيون له لوري باطل او قرنطين شوي وو ورته حساب شوي دي."
خالد مهمند يو بل نوماندى چې وايي، د ټاکنو ولايتي کمېسيون د دې ولايت له ولس سره خيانت کړى، د پاکو او بايومټريک رايو پرځاى يې په جعلي رايو کسان بريالي کړي دي.
دى زياتوي: "موږ اکثريت نوماندان د شکايتونو له کمېسيون څخه غواړو چې جعلي او خيالي رايې له سپينو او بايومټريک شويو رايو څخه بېلې کړي، حق حقدار ته وسپاري او که داسې ونه شي، دوى به لاريونونه وکړي."
بل نوماند صالح محمد احمدزي وويل چې د ټاکنو کمېسيون د خلکو رښتينې رايې په پام کې نه دي نيولې او د پيسو په بدل کې اوسنيو برياليو نوماندانو ته په دفتر کې دننه صندوقونه ډک شوي او دوى په دې اړه اسناد او شواهد هم لري چې د شکايتونو کمېسيون په واک کې يې ورکړي دي.
د هغه په وينا، دوى د شکايتونو له کمېسيون څخه غواړي چې د نوماندانو شکايتونه په دقت سره وڅېړي او د ولس اصلي رايو ته احترام وکړي او رښتيني کسان ولسي جرګې ته بريالي اعلان کړي.
له بلې خوا د لوګر د شکايتونو کمېسيون ولايتي مشر رحمت الله حقمل ومنله چې د دې ولايت د ټاکنو په ولايتي دفتر کې بې سارې درغلۍ شوې او هغه مرکزونه او رايې چې دوى باطلې اعلان کړې وې، هغه د څو تنو ځانګړو کسانو په ګټه شمېرل شوې دي.
دى وايي: "کوم کسان چې په لومړني لېست کې بريالي اعلان شوي، هغوى د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو د جعل، تقلب او پيسو په مټ بريالي شوي، د ټاکنو په ورځ يې رايه ډېره کمه وه. موږ ځينې رایې او محلونه قرنطین کري وو، خو د ټاکنو کمېسيون هغه رايې حساب کړي او په دې برخه کې ستر فساد شوى دى."

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.