Add new comment

فیض اباد (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): په بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز دفتر د یو شمېر نوماندانو، څارونکو او خلکو د شکایتونو په تعقیب د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ د ۶۹ مرکزونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه پیل کړه.
په بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، له ثبت شوو شکایتونو روښانه کېږي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ د فیض اباد په ګډون د ارګون، یاوان، کشم او یفتل پایان ولسوالیو د رایې ورکونې ۶۰ مرکزونو کې  سرغړونې او درغلۍ ترسره شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ د یادو مرکزونو لېست په بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر ته لېږلی او د هغه له مخې مو نن د یادو مرکزونو د صندقونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه پيل کړه.))
د ده په خبره، د رسنیو او څارونکو په موجودیت کې د رایې ورکونې په دوو صندقونو د پایلو فورم د محل د مسوول لاسلیک او ټاپه نه درلودل او پر فورم باندې امنیتي سکاژتيپ هم نه و، دغه کار د دې لامل شو چې رایې له سره وشمېرل شي.
ده وویل: ((که د تفتیش او بیا شمېرنې پر مهال درغلي ولیدل شي نو موږ د کړنلارې مطابق د هغو صندقونو رایې باطلې اعلانوو.))
په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کم‎ېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سید روح الله موسوي وویل چې د ټاکنو د څرنګوالي د شفافیت له امله د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د ټاکنو د بهیر د تضمین سبب ګرځي.
ده وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون موږ ته د ۶۰ مرکزونو لېست رالېږلی چې په یادو مرکزونو کې ټاکنیزې سرغړونې شوې، او موږ یې نن تفتیش او څېړو او د اړتیا پر مهال به دغه صندقونه بیا وشمارو.))
د بدخشان د مدني ټولنې غړې ژولیا اکبرزاده وویل: ((موږ د خپل څار پر مهال نن سرغړونه پیدا نکړه، خو ستونزه موجوده وه داسې چې موږ نه شوای کولای چې پر یو وخت د څلورو صندقونو د رایو د ارونې پروسه وڅارو او دغه ستونزه مو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکه کړه.))
د ولسي جرګې د نوماند سمیع الله ظهوري څارونکي صلاح الدین ایوبي وویل چې د نظارت پر مهال یې لیدلي چې د ځینو نوماندانو رایې د پایلو په لېست کې کمې یا زیاتې شوې او د ټاکنو د پایلو په فورم امنیتي سکاژتیف نه وو او اروزنه اوس هم دوام لري چې دوی یې پایلو ته انتظار کوي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.