Add new comment

پل علم (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): په لوګر ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر يو شمېر قراردادي کارکوونکي ادعا کوي چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې له وخته تر اوسه ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
دوى وايي چې هره ورځ د کمېسيون دفتر ته ورځي، خو ساتونکي ورته اجازه نه ورکوي چې له مسوولينو سره وګوري.
د مرکز اړوند د حامد کرزي ښوونځي د ټاکنيز مرکز د نوم ليکنې مدير شېراقا عباسي پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه يې د درېيو مياشتو معاش نه دى ترلاسه کړى.
د هغه په وينا، د دغه ولايت د ټاکنو د کمېسيون د ٨ سلنه قراردادي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي، هره ورځ دفتر ته ورځي، خو مسوولين ترې پټېږي.
نوموړي ګواښ وکړ، که چېرې معاش ورنه کړل شي، لاريونونه به پيل کړي.
د کډوالو ښارګوټي د ټاکنيز مرکز کارکوونکي زبير پژواک اژانس ته وويل چې دى هم رسمي قرارداد لري او له تېرو درېيو مياشتو معاش نه دى ورکړل شوى.
هغه وايي چې له امنيتي ننګونو او ګواښونو سره سره يې خپله دنده ترسره کړې او اوس حق نه ورکول کېږي.
د محمداغې  ولسوالۍ د مُغل خېلو د ټاکنيز مرکز د نوم ليکنې مدير بسم الله ګواښ وکړ، که معاشونه ورنه کړل شي، نو د ټاکنو د کمېسيون دفتر دروازه به وتړي.
هغه وايي: ((هره ورځ راځي، شکايت او فرياد کوي، خو څوک ورته غوږ نه ږدي، د تېرو درېيو مياشتو معاشونه يې په کرايو مصرف کړې، خو اوس يې هم نه ورکوي.))
د لوګر د ولايتي شورا منشي عدالت عبدالرحيمزي هم ومنله چې ياد کسان دوى ته د شکايت لپاره راغلي وو.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى دغه شکايت او ستونزه د ټاکنو له کمېسسيون سره شريکه کړې ده خو نيوکه يې وکړه چې کمېسيون ولې خپلو کارکوونکو ته معاشونه نه ورکوي.
په دغه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالرحمن محبت  هم مني چې يو شمېر قراردادي کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شي.
خو هغه ژمنه وکړه چې ډېر ژر به هغوى ته خپل حقوق او امتيازات ورکړل شي.
محبت وايي: ((هغه کسان چې معاشونه نه دي ورکړل شوي، زه هغه مهال دلته رييس نه وم؛ ځکه زه بشپړ معلومات هم نه لرم، خو اوس مې په دې اړه هلې ځلې پيل کړې دي.))
نوموړي دغه راز د دغو کسانو لېست له پژواک سره شريک نه کړ چې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.