Add new comment

اسعد اباد (پژواک، ٩ لړم  ٩٧ ) : په کونړ ولايت کې سلګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو د ټـاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو له بايومټريک پرته کارول شوې رايې باطلې اعلان کړي .
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د لړم په ٩مه، راټولوشوو ديني علمانو، قومي مشرانو، ځوانانو د ټاکنو د شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې له بايومټريک پرته استعمال شوې رايې باطلې اعلان کړي.
قومي مشر حبیب الله وويل، چې غير بايومټرک شوې رايې هېڅ ارزښت نه لري او کمېسيون يې بايد باطلې اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه، د ولسي جرګې په ټاکنو کې خلکو په پراخه کچه ګډون کړی او د خپلې خوښې نوماندانو لپاره يې خپلې رایې کارولې دي.
د هغه په وينا، که د ټاکنو خپلواک کمېسيون ددوى غوښتنه ونه مني، نو دوى به پر ټاکنو بې باوره شي.
ديني عالم ګلاب الدين توحیدي وویل چې د کونړ ولایت ټولو دیني عالمانو د ټاکنو په اړه د محراب او ممبر له لارې پراخه تبلغات کړي او عام خلک يې دې ته رابللي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپله رایه استعمال کړي.
نوموړي زياته کړه‌، خلکو دغه قرباني ورکړې او په جنګي حالاتوکې يې رایه استعمال کړې، نو د دوی د پاکو رایو قدرداني بايد وشي او کومې رايې چې بايو مټرک شوې نه دي، بايد باطلې اعلان شي.
د کونړ ولایت مرکز اسعداباد یوتن ځوان اوسېدونکي محمدشعیب وويل،  که غوښتنې يې ونه منل شي نو په راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې  به ګډون ونه کړي او په سوله يیزو لاریونونوبه لاس پورې کړي.
په کابل کې دټاکنو خپلواک کمېسيون وايي  چې د پاکو او ناپاکو راىو د جلا کولو لپاره يې پر يوه مېکانېزم کار پيل کړى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.