Add new comment

کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٧) : په  ميدان وردګو ولايت  کې د ولسي جرګې لپاره نوماندانو د شکايتونو له کمېسيون څخه وغوښتل چې بايومټريک شوې رایې دې له تقلبي رايو څخه جلا کړي.
ددغه ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسيون مرستیالې حمیرا حقمل نن دغه ولايت ته سفر  وکړ .
هغه زياته کړه، چې نوموړې د میدان وردګو له والي ډاکتر محمد عارف شاه جهان، ددې ولايت  د ټاکنیزو کمېسیونونو رييسانو، د ولایتي شورا ريیس، ولسي جرګې ته نوماندانو، د مدني ټولنو له غړو او خلکو سره وکتل.
منګل وايي، له دې ولايت څخه ولسي جرګې ته نوماندانو په خپلو خبرو کې له مېرمن حقمل سره ګڼ شمېر ستونزې شریکې کړې او ويې ویل چې په دې ولایت کې د ځینو نوماندانو په ګټه تقلب شوى چې دوی یې اسناد په لاس کې لري.
نوماندانو د شکایتونو کمېسیون له مرستیالې دا هم وغوښتل، هغه رايې د باطلې اعلان کړي چې تقلبي دي او بايومټرک شوې رايې دې له تقلبي رايو څخه جلا کړي.
د سرچينې په وينا، نوماندانو او مدني فعالینو په خپلو خبرو کې زياته کړه، د ټاکنو ولایتي کمېسیون هغه کارمندان او ټول هغه کسان چې په تقلب کې يې لاس درلود، څارنوالۍ ته  معرفي او جزاء دې ورکړل شي.
نوماندانو په دې هم تاکيد وکړ،  هغه رایې چې بايو مټريک شوې نه وي او همدا شان هغه رايې چې په ټاکنیزو مرکزونو کې يې نوم په لېست کې نه وي او رایه استعمال شوې وي، ورته د منلو وړ نه دي.
د میدان وردګو والي ډاکتر محمد عارف شاه جهان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل څخه وغوښتل، څو تقلبي او ناسمې رایې له سمو رایو بېلې او حق   حقدار ته ورکړي.
مېرمن حقمل په خپلو خبرو کې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې له دوی سره یې د میدان وردګو ولایت د ټاکنو په بهیر کې د پېښو شویو ستونزو په اړه معلومات شریک کړل.
هغې ډاډ ورکړ، او ژمنه يې وکړه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون به  د میدان وردګو ولایت د ټاکنو په اړه شوي شکایتونه په پوره توګه وڅېړي او حق به حقدار ته ورکول کېږي.
د يادونې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ٢٨مه، ترسره شوې او د ميدان ودرګو په ګډون يو شمېر ولايتونو کې ددرغليو ادعاوې شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.