Add new comment

ښرنه (پژواک، ٣ لړم ٩٧): له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته نومانده هيله مجتبی وايي، د پکتيکا والي کمزوری مديريت لري او تېره ورځ يې د دې کمپاينران وهلي چې اوس له مرکزي ادارې څخه د شوي چلند د سپيناوي د څېړنې غوښتنه کوي.
هيلې مجتبی پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د پکتيکا والي په ټاکنو کې مداخله کړې او د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره د ځينو نوماندانو ملاتړ کوي.
د دې په وينا، د دوی درې کمپاينران د پکتيکا د والي په امر د هغه د ساتونکو له لوري سخت وهل شوي او يو يې د پنځو ساعتونو لپاره بندي شوی هم دی.
هغې زياته کړه، مرکزي اداره دې د يادې قضيې هر اړخيزه څېړنه وکړي؛ که يې غوښتنې ونه منل شي، په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
د نوموړې يو کمپاينر ظاهر خان له پژواک سره په خبرو کې وويل، دی په خپله د والي او د والي د ساتونکو له لوري وهل شوی او شخصي زندان ته اچول شوی دی، زموږ نورو کارکوونکو ته يې سپکې سپورې ويلې او بد چلند يې ورسره کړی دى.
دى زياتوي: "والي چې کله په لرګي ووهلم، راته ويې ويل چې اقرار راته وکړه چې له موږ سره دې وېډيو ثبت شي چې ستاسو نومانده هيله مجتبی د جمهوري رياست له لوري نومانده ده، که چېرته ورته اقرار ونه کړي، نو په طالبانو به یې ووژني."
د پکتیکا د ولایتي شورا رییس بختیارګل همت له پژواک سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پکتیکا والي بې کفایته دی.
هغه وایي، که چېرته مرکزي اداره له هیلې مجتبی سره د شوي ظلم پوښتنه ونه کړي، نو دوی به ټولې لارې وتړي او ترڅو یې چې حق نه وړکړل شوی، تر وروستۍ شېبې پورې به د خپل حق غوښتنه کوي.
بلخوا د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز بیا د هیلې مجتبی دغه تورونه ردوي او وایي، د دوی له خوا هېڅوک نه دي وهل شوي او د ده په وینا چې هیله مجتبی په پکتیکا کې ځان د ولسمشرۍ ماڼۍ نومانده معرفي کوي.
ایاز وایی، د دوی له طرفه هیله مجتبی څارنوالۍ ته معرفي شوې او خپل ځواب به په څارنوالۍ کې ووایي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.