Add new comment

لښکرګاه (پژواک، ۲ لړم ۹۷): د هلمند د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې تر اوسه ٣٥٠ شکايتونه ثبت شوي چې ډېرى يې د ټاکنو کمېسيون اړوند دي.
د دغه ولايت د شکايتونو کمېسيون مشر اسدالله احساني د لړم په دويمه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې تر اوسه ٣٥٠ شکايتونه ثبت شوي چې ځيني يې مستند او ځيني يواځې ادعاوې دي.
هغه وايي چې په دغو شکايتونو کې ډېرى يې د ټاکنو له کمېسيون، امنيتي مسوولينو او نوماندانو او د ټاکنيزو مرکزونو له ناظرينو څخه دي.
هغه زياته کړه: ((د قانون خلاف له اصلي وخته وروسته رايې اچول شوي، جعلي تذکرې کارول شوې او نوماندانو هم په دې پروسه کې مداخلې کړې دي.))
د احساني د معلوماتو له مخې، استعمال شوې رايې د لړم تر ١٥مې نېټې پورې څېړل کېږي څو پاکې رايې له ناپاکو بېلې شي.
خو بلخوا د هلمند د ټاکنو کمېسيون مشر هاشم دراني پژواک ته وويل چې په پروسه کې تخنيکي ستونزې وې، خو د کمېسيون کارکوونکو د چا په ګټه يا تاوان کار نه دى کړى.
ده زياته کړه: ((په ډېرو ځايونو کې امنيتي مسوولينو پر وخت زموږ کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ټاکنيزو مرکزونو ته داخل شي چې ځينې ستونزې له دې هم پيدا شوې دي.))
د هغه په وينا، د کمو رايو استعمال دا په ډاګه کوي چې په دغه ولايت کې د درغلۍ کچه ټيټه وه.
د يادونې ده، په هلمند کې ٣١٧زره کسانو د رايې اچونې لپاره نوم ليکنه کړې وه خو له دې شمېرې څخه يواځې ٥٣زرو يې رايه کارولې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.