Add new comment

بامیان (پژواک، ٢٩ تله ٩٧): د بامیان د کهمرد ولسوالۍ سلګونو اوسېدوکو اعتراض کړی او پر دې د نیوکې تر څنګ چې دوی ته د رایې ورکونې فرصت نه دی ورکړل شوی، وايي د رایې ورکونې بهیر روڼ نه و او د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.
د کهمرد ولسوالۍ مرکز او امنیې قوماندانۍ ته نږدې شاوخوا ۴۰۰ اعتراض کوونکي راټول شوي وو او  پر ټاکنو یې نیوکه وکړه.
د دوی په خبره، خلک هیله من وو چې هغه کسانو ته به نن د رایې ورکولو اجازه ورکړل شي چې تېره ورځ یې خپلې رایې نه دي کارولې خو تېره شپه د رایې ورکونې ټول صندوقونه راټول شوي او لېږدول شوي و.
د اعتراض کوونکو له ډلې د بامیان د کهمرد ولسوالۍ اوسېدونکي تاج محمد حیرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د رایې ورکونې په زیاتره مرکزونو کې یا نوم نه و او یا د رایو پاڼې کمې وې.
هغه زیاته کړه، که د کهمرد ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې ته رسېدنه ونه شي دوی به د خپلو حقونو د دفاع لپاره مدني حرکتونه ترسره کړي.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر نظر واخلي خو بریالی نه شو.
د بامیانو د والي ویاند عدالرحمن احمدي د دې په څرګندولو چې د ټاکنو د بهیر په اړه معلومات ورکول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دنده ده وویل، د ټاکنو کمېسیون د رییس د معلوماتو له مخې د بامیانو ولایت په هېڅ مرکز کې به ټاکنې ترسره نه شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.