Add new comment

 فيض اباد(پژواک، ٢٣ تله ٩٧): د ولسي جرګې غړی او نوماند زلمی مجددي له یوه بریده روغ ووت، خو درې ساتوونکي یې ټپیان شوي دي.
 د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني پژواک ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو پر یاد نوماند تېر مازیګر داسې مهال برید وکړ چې د جرم ولسوالۍ له چنګ های کلي څخه د دې ولسوالۍ په مرکز کې خپل ټاکنیز دفتر ته روان و.
سرچینې زیاته کړې چې په یاد برید کې درې ملي پولیس ټپیان شوي، خو خپله زلمي مجددي ته زیان نه دى اوښتی.
 د بدخشان ولایت د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د یادې قضيې په اړه د جنايي پولیسو څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دي نیول شوي.
د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسي جرګې د نوماند زلمي مجددي نظر واخلي، خو بریالی نه شو.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.