Add new comment

میمنه (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د فاریاب یو شمېر ښځې وايي چې د امنیت نه شتون د دې لامل شوی چې د نارینه وو په پرتله د نوم لیکنې په بهیر او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په نوماندۍ کې د ښځو ګډون کم وي.
د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر د معلوماتو له مخې، په فاریاب کې شاوخوا ۲۰۰زره کسانو نوم لیکنه کړې چې شاوخوا ۹۰زره یې مېرمنې دي، په داسې حال کې چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په دغه ولایت کې له ۵۰۰زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې وه چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ښځې وې.
په فاریاب ولایت کې د ولسي جرګې د درېیو اوسنیو غړو په ګډون ۱۹ ښځې ټاکنیزې پروسې ته دننه شوې دي.
د یوې دولتي ادارې کارکوونکې نظیفې پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې ډېری مېرمنې له خراب امنیتي وضعیت څخه اندېښمنې دي نو له همدې امله اجازه نه ورکوو چې په تذکره د سټېکر لګولو له امله یې د کورنۍ غړي ته ستونزه پیدا شي.
نوموړي زیاته کړه: ((کله چې کمېسیون د خلکو پر پېژندپاڼو سټېکرونه وهل کورنۍ مې اجازه رانه کړه چې زما تذکره دې سټېکر شي؛ ځکه دوی ویل چې که کوم ځای ته سفر وکړې، طالبان د لارې په اوږدو کې له تانه تذکره غواړي.))
د میمنې ښار د نجونو لېسې ښوونکې عاطفه وايي چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې نوم لیکنه کړې او پر تذکره یې سټېکر لګولی، څو یوه د باور وړ نوماند ته رایه ورکړي، خو اندېښمنه ده چې د امنیتي ګواښونو په ځانګړې ډول ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله به ونه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي.
هغې زیاته کړه، هم ټاکنې مهمې دي چې د خلکو او هېواد برخلیک ورسره تړلی او بلخوا یې ځان هم مهم دی چې د رایې ورکولو له امله ورته زیان ونه رسېږي.
دغه مېرمن له دولته غواړي چې د ټاکنو په ورځ دې امنیت وساتي او لږ تر لږه یوه اوونۍ مخکې دې خلکو ته ډاډ ورکړي.
د فاریاب پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلې ای صفا چې په تذکره یې سټېکر وهلی دی او ډېره هیله لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، هم په دغه ولایت کې له شکمن امنیتي وضعیت څخه شکایت کوي او هغه یې په ټاکنو کې د ښځو د فعال ګډون پر وړاندې لویه ستونزه یاده کړې ده.
هغې پژواک ته وویل چې که دغه خراب امنیتي وضعیت په همدې ډول دوام ولري اټکل کېږي چې زیات شمېر هغه ښځې به ونه شي کولای چې په ټاکنو کې خپل استازي وټاکي چې نوم لیکنه یې کړې ده.
دغه مېرمن، په ولسي جرګه کې د دغه ولایت له تازه استازو څخه چې په راتلونکې کې تر ټاکنیزو سیالیو وروسته بریالي کېږي غواړي چې په لومړیو کې د دغه کور له لاسه ورتللی حیثیت بېرته راژوندی کړي او له سمتي، قومي، ژبني او ګوندي اړیکو پرته د هېواد د قانون د احکامو له مخې هېواد له بحران څخه وژغوري.
هغې وویل: ((د تخریبي جګړو دوام، د هېواد ټوله مادي او معنوي شتمني له منځه وړې ده، د ټولنې زیات شمېر اوسېدونکي مو د جګړې قرباني شوي دي، ښځې کونډې شوې د نجونو عزت او حیثیت ته لاس اچول شوی او همدا اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه وضعیت دوام لري.))
د هغې په خبره، هغه استازي چې په راتلونکي کې د خلکو په رایو ټاکل کېږي باید له قانوني لارو روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، څو د افغانانو عزت له دې زیات تر پښو لاندې نه شي.
د فاریاب د مدني ټولنې غړې شریفې احدي هم د امنیت موضوع جدي ګڼلې ده او زیاتوي چې امنیتي ګواښونو ښځې ډېرې اغېزمنې کړې دي، ممکن د ځینو بې بنسټه ګنګوسو له امله ډېری مېرمنې ونه توانېږي چې د رایې ورکونې په بهیر کې ګډون وکړي.
نوموړې له حکومت او نړیوالې ټولنې چې په افغانستان کې د سولې او امنیت پلوې ده، وغوښتل چې په امنیتي مسایلو کې جدي و اوسي او ښځو ته فرصتونه رامنځته کړي.
بلخوا په دغه ولایت کې یو شمېر ښځو پژواک ته ویلي چې د رایې پلورلو لپاره یې د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون کړی دی.
د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې د «دمقول» سیمې ۵۰ کلنې اوسېدونکې حلیمې پژواک ته وویل: ((دا څو میاشتې مخکې موږ خلکو وهڅولو چې تذکره واخلو او سټېکر پرې ولګوو، ځکه راته ویې ویل چې نوماندان د هرې سټېکر شوې تذکرې په بدل کې پنځه زره افغانۍ ورکوي.))
نوموړي زیاته کړه چې د تذکرې له اخیستو او سټېکر کولو وروسته یې د کلي وکیل د یوې تذکرې په بدل کې دوه زره افغانۍ ورکړې دي او ورته ویلي یې دي چې درې زره افغانۍ او تذکره بیا د ټاکنو په ورځ له رایې ورکولو وروسته درته سپارو.
هغې وویل: موږ غریب او بې وزله کسان یو، له موږ سره یې د پیسو ژمنه کړې ده، لاړم تذکره مې واخیسته او د رایې اخیستو ټاپه مې پرې ولګوله، که یې پيسې نه راکولای نو د رایې له ورکولو سره مې علاقه ن درلوده.
خو ولسي جرګې ته ښځینه نوماندانې له خلکو غواړي چې د پوهو او ځوانو تحصیل کړو کسانو په ګټه د خپلو رایو په کارولو ولسي جرګې ته د زورواکو او پیسه لرونکو کسانو د تلو مخنیوی وکړي، ځکه د دوی يه باور هغه کسان چې رایې اخلي د خپلو لګښتونو د جبران لپاره په اسانۍ سره ملت پلوري.
یاد نوماندان دغه راز له حکومته غواړي چې د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیتي ساتنې لپاره لازم اقدام وکړي او د درغلۍ د مخنیوي لپاره دې له بایومټریک سیستم څخه ګټه واخیستل شي څو د ټاکنو شفافیت او سلامت تضمین شي.
دوی وايي چې د ملت د رایو او ارادې په اړه بې تفاوتي هېواد د بحران لور ته بیايي او ولسي جرګه به دا ځل د «د شهزاده سرای د صرافیو» حیثیت ولري.
له کندوز ولایت څخه پارلمان ته ځوانه نومانده امنه مخلص زاده امنیتي ګواښونه، د ولسوالیو سقوط، د لویو لارو تړل او د زورواکو او پیسه لرونکو کسانو نفوذ، په ټاکنو کې پراخه درغلي د ټاکنو پر وړاندې سترې ستونزې بولي او وايي چې یاد موارد د دې لامل شوي چې ښځې په نوم لیکنه او ټاکنیزو سیالیو کې پراخ ګډون ونه شي کولای.
نوموړي زیاته کړه چې که نسبي امنیت خوندي وای، د رایې ورکوونکو او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندو ښځو شمېر به د اوس په پرتله دوه چند و.
د فاریاب د ښځو چارو رییسه شریفه عظیمي په داسې حال کې چې امنیتي ګواښونه، د زورواکو شتون او د ترهګرو ډلو تبلیغات د ښځو د سیاسي او ټولنیزو فعالیوتونو پر وړاندې اساسي ستونزې ګڼي خو وايي چې د یادو ټولو ستونزو او ګواښونو سربېره به د فاریاب ولایت ښځینه اوسېدونکې د نورو ولایتونو د ښځو په پرتله په بېلابېلو برخو کې پراخه برخه اخلي.
نوموړې زیاته کړه چې که امنیت خوندي وای، د ښځو پر وړاندې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی شوی وای، په ټولنیزو او حکومتي چارو کې د زورواکو رول کمزوری کېدلای نو د فاریاب ښځو به د نارینه وو په پرتله د رایې ورکولو په بهیر او ټاکنیزو سیالیو کې زیاته برخه اخیستې وه.
په فاریاب ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر رییس حاجي عبدالرحمن فرید هم ومنله چې امنیتي ګواښونه د ټاکنو پر وړاندې عمده ستونزه ده چې له امله یې ډېرو کسانو د نوم لیکنې په بهیر او ټاکنیزو سیالیو کې ګډون نه دی کړی.
هغه وویل چې د ټول فاریاب په کچه شاوخوا ۲۰۰ زرو کسانو د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون کړی چې له ۴۰ سلنې ډېرې یې ښځې دي، خو دا لومړنۍ شمېرې دي تر اوسه سوچه شوې نه دي او د کمېدو امکان یې موجود دی.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.