Add new comment

اسعداباد (پژواک، ٩ تله ٩٧): له کونړ ولايته ولسي جرګې ته د دوو نوماندانو پر پلويانو بريدونه شوي چې له امله يې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د تلې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د نرنګ ولسوالۍ په شړو سيمه کې د ثمرګل په نوم د سيمې د يوه اوسېدونکي پر کور عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې چې هوايي ځواک يې هم ملتيا کوله، د ثمرګل له کوره دوه کسان بیولي دي.
مصمم وايي چې د دغو عملياتو پر مهال په سيمه کې نږدې د ولسي جرګې د کانديد قاري عطاءالله صافي کور هم و او په نښته کې د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.
د والي وياند دا معلومات نه درلودل چې دغه عمليات کورنيو او که بهرنيو ځواکونو کړي.
د نرنګ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يادې پېښې په غبرګون کې نن سهار سړک ته راوتلي او لاريون يې کړی و.
د ولسي جرګې کانديد قاري عطاءالله صافي پژواک اژانس ته وويل چې د ده کور له قير سړکه په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري او د کور لاره يې خامه ده.
هغه وايي چې امنيتي ارګانونو ورته ويلي وو چې د خپل کور لارې امنيت بايد په خپله ونيسي او د دغه کار لپاره يې درې ساتونکي ګومارلي وو.
صافي وويل، تېره شپه چې کله ځانګړي ځواکونه عملياتو لپاره راغلي وو، نو د ده ياد درې ساتونکي يې وژلي دي.
بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبر له مخې، تېره شپه د دغه ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يو بل کانديد بلال سرورې پر دوو کمپاين کوونکو وسله وال بريد شوى دى.
سروري پژواک اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو د ده پر دوو کمپاين کوونکو ډزې کړې چې له امله يې دواړه سطحي ټپيان شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
خو د کونړ د والي وياند وايي چې دا دوه کسان د يوه جومات ملا امام او زوى يې دي چې په وسله وال بريد کې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې په دې تړاو څو کسان نيول شوي.
د يادونې ده، چې نرنګ او خاص کونړ د دغه ولايت امنې ولسوالۍ دي او ترې د نا امنۍ خبرونه ډېر کم ورکول کېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.