Add new comment

ولسمشر غني کاپیسا ولایت ته تللی

محمودراقي (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): ولسمشر له يوه لوړپوړي دولتي پلاوي سره نن له غرمې مخکې محمودراقي ته رسېدلی او په يوه لويه غونډه کې د کاپيسا خلکو ورته خپلې ستونزې وړاندې کړې.
له ولسمشر سره په دغه سفر کې د کابيني يو شمېر غړي او امنيتي چارواکي هم ملګري دي.
په یاده غونډه کې د کاپیسا ولايت چارواکو، قومي مشرانو او د خلکو استازو هم برخه اخیستې ده.
اوس مهال د دغه ولايت خلک، قومي مشران او دولتي چارواکي ولسمشر ته خپلې ستونزې بيانوي.
په دې غونډه کې د کاپيسا د ولايتي شورا مشر حسين سنجاني وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د يو شمېر اقتصادي پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.
ده له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې البيروني پوهنتون ته ودانۍ جوړه کړي او د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو شمېر ډېر کړي.
دغه راز ځینو نورو اوسېدونکو په خپلو خبرو کې له ولسمشر څخه په کاپیسا کې د امنيت د ټينګښت او پرمختيايي چارو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې لږ وروسته په همدې غونډه کې ولسمشر د کاپيسا ولايت د خلکو او دولتي چارواکو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ولسمشر محمداشرف غني له يو لوړپوړې دولتي پلاوي سره ننګرهار ولايت ته سفر کړى و او په ورته غونډه کې يې د خلکو ستونزو ته ځوابونه ويلي وو.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.